د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې د دایکنډي د «میش علیا» سیمې د مرمرو ډبرو کان چې ۱۶۷۴ کیلومتره مربع مساحت لري، د استخراج تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا تړون د (میزان سلطاني) په نوم شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې یاد شرکت په دې برخه کې ۲۸۳ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي او تر څنګ به یې څه باندې ۲۰۰ کسانو ته کاري بوختیاوې هم برابرې شي.
































