د راپورونو له مخې د ګواتیمالا په ختیځ کې یوې درې ته د بس موټر د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان شوي دي. ځایي سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۱ نارینه، درې ښځې او یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی. د ځايي چارواکو په خبره، له پېښې د سیمې روغتونونو ته شاوخوا ۱۹ ټپیان هم لېږدول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د روان کال په لومړیو کې هم په دغه هېواد کې د یوې ورته ترافیکي پېښې په پایله کې ۵۰ کسان مړه او ګڼ نور ټپيان شوي وو.
































