چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين په ۲۰۲۶م کال کې ګمرکي تعرفې نورې هم ټيټوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 8, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چين په ۲۰۲۶م کال کې ګمرکي تعرفې نورې هم ټيټوي

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو قواعدو کمېټې په وروستيو کې د ۲۰۲۶م کال د ګمرکي تعرفو د تنظیم لايحه خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۹۳۵ ډولو وارداتي محصولاتو تعرفې تنظيمې کړې چې کچه يې هم له امتيازي تعرفو ټيټې ده.

نړيوال د چين دغه کړنه نه یوازې د ګمرکي تعرفو تخنيکي تنظيم، بلکې په پېچلي نړيوال چاپېريال کې د ورخلاصون د پراخوالي او د باکيفیته پرمختګ د پرمخبېولو لپاره د دغه هېواد مهم ستراتيژیک ګام هم بولي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ګمرکي تعرفو د کمښت تر شا د چين د ورخلاصون منطق

چين په داسې حال کې، چې په نړۍ کې د ځاني سوداګرۍ ساتونکې کړنې ډېرې شوي او نړیوال اکمالاتي ځنځيرونه بيا تنظيم شوي، تر زياتې اندازې د محصولاتو ګمرکي تعرفې کمې کړي، چې دا د دغه هېواد د ورخلاصون د پراخوالي ښکارندويي کوي.

د چين دغه لېست، چې پکې ۹۳۵ ډوله وارداتي محصولات شامل دي، د عصري توليدي چارو او د خلکو د ژوند د بنسټيز ضمانت پر څو برخو پورې اړه لري، نړيوالو ته دا پيغام ورکوي، چې دغه هېواد د خپل بازار د ورخلاصون له لارې نړيوالې همکارۍ پرمخ بيايي.

دا ګام د دې ښکارندويي کوي، چې چین د نړيوال اقتصاد له بې ثباتۍ عواملو سره د مقابلې لپاره ټينګه ستراتيژيکه اراده لري.

له ځينو هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو د پرېکون تر ډول ډول فشارونو لاندې، چين د سوداګريزو خنډونو د له منځه وړلو او کمولو پر مټ له نړيوال اقتصاد سره پيوستون نور هم زیات کړی دی.

د چين دغې ثابتې تګلارې متزلزل نړيوال سوداګريز چاپېريال ته ثابت عوامل برابروي او د يوه لوی هېواد مسؤلانه رويه ترې ښکاري.

نوښتي ټکنالوژۍ او د زرغونو چارو پرمختګ د صنعتي جوړښت د ښه والي دوه حياتي ځواکونه دي

د چين د ګمرکي تعرفو د تنظيم په جريان کې دغه لوری هم په ډاګه شوی، چې دغه هېواد نوښتي چارو ته پرمختګ ورکوي.

د چين حکومت د ځينو کليدي پرزو او مخکښو توکو د ګمرکي تعرفو د کموالي له لارې د نړۍ هغو نوښتي سرچينو ته لاره روښانه کړې، چې غواړي د دغه هېواد له نوي باکيفيته توليدي ځواک سره یو ځای شي. دغه اقدام په دې مانا نه دی، چې چین له ځاني نوښت څخه لاس اخلي او پر نورو هېوادونو ساده تخنیکي تکيه کوي، بلکې په پرانيستي چاپېريال کې د ساينس او ټکنالوژۍ پرمختګ چټکتيا ته غوره لاره برابروي. دغه راز په چين کې د عصري تجهيزاتو او کليدي پرزو د ګمرکي تعرفو په کمښت سره د ځینو تصديو تخنيکي پرمختیايي لګښتونه هم کم شوي دي.

چين د زرغونو چارو د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کوي او پر ځينو زرغونو توليداتو يې وارداتي تعرفې هم کمې کړې دي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې چين د زرغون پرمختګ د ستراتيژۍ د پلې کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي. چين د همدغو کړنو په رڼا کې نه يوازې د کورنيو تصديو لخوا د زرغونو توليدي سرچینو د ترلاسه کولو په برخه کې توليدي لګښت کم شوی، بلکې د اقتصادي دوران د هڅولو او د سرچينو د اغيزناکې کارونې د پرمخبېولو لپاره یې يو بازاري سيسټم هم رامنځته شوی دی. دا چې د چين لخوا د يادو ګمرکي تعرفو تنظيم، د کاربون ايستنې کمښت او خنثی کول يو له بل سره همغږي کوي، د مختلفو تصديو زرغون پرمختګ ته د تګلارو واقعي ملاتړ برابر کړی دی.

د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکول

په دغو محصولاتو کې د خلکو د ژوند په اړه د طبي توليداتو د ګمرکي تعرفو کمښت د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.

د ځينو طبي توليداتو د وارداتي تعرفو کموالي ډېرو ناروغانو ته مستقیمې ګټې رسولي او د دوی اقتصادي فشارونه يې کم کړی دی. د چين دغه ګام د دې ښکارندويي کوي، چې د خلکو ګټو ته د لومړيتوب ورکولو پرمختیايي مفکوره پر مشخصې تګلارې بدله شوې ده.

د سوداګريز تړون څو کچې شبکې

چين د وارداتي محصولاتو د ګمرکي تعرفو پر کمولو سربېره د اړوندو تړونونو له مخې اړوندې تعرفې او امتيازي تعرفې هم کمې کړي او د څو کچې سوداګريز ترتیبات یې هم د پاملرنې وړ دي.

 د نړيوالې اقتصادي سمسورتیا د کمزورتيا او د ځاني سوداګرۍ ساتونکو کړنو د ډېرېدو په حال کې، د چين ياد ګامونه به خامخا څو اړخیز سوداګريز سيسټم ته انرژي او ځواک برابروي.

Previous Post

وانګ يي څلورو افريقايي هېوادونو ته سفر کوي

Next Post

وانګ شیاو هونګ د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
وانګ شیاو هونګ د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل

وانګ شیاو هونګ د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بيجينګ اعلاميه له پراخ نړيوال هرکلي سره مخ شوې ده

د بيجينګ اعلاميه له پراخ نړيوال هرکلي سره مخ شوې ده

جولای 25, 2024

چين په نړيوالو بشري ژغورونکو کارونو کې د ملګر ملتونو د تنظيم او همغږۍ رول څخه ملاتړ کوي

دسمبر 7, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ