په اروپايي هېوادونو کې د کرونا له دویمې څپې سره سم په ځینو هېوادونو کې نوي محدودیتونه وضع شوي دي. تازه پرتګال، اتریش او برېتانیا د محدودیتونو د وضع کولو اعلان کړی دی. پرتګال ویلي چې خلک یوازې کارځای او ښوونځیو ته تګ راتګ کولی شي او تر دې هاوخوا پر بېځایه تګ راتګ بندیز دی. اتریش هم ویلي چې په اویا سلنه سیمو کې به محدودیتونه عملي کېږي او خلک د شپې له اتو د سهار تر شپږو د تګ راتګ حق نه لري. رستورانتونه هم یوازې د ډوډۍ رسولو اجازه لري او تر دې هاخوا خدمات نه شي وړاندې کولی. د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانس هم ویلي چې سر له نن په ټوله برېتانیا کې د څلورو اونیو لپاره محدودیتونه وضع کوي. په دې سره پر کاروبارونو او همدا راز پر تګ راتګ نوي بندیزونه لګېدلي او دا به پر حکومت او خلکو فشار هم ډېر کړي. اروپایي هېوادونه وایي کرنټین د کرونا د لا پراختیا د مخنیوی یوازینۍ لار ده.
































