د سپینې ماڼۍ د چارواکو ترمنځ د کرونا ویروس د پراختیا په اړه ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. د ساري ناروغیو د مخنیوي او دغه راز له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د ټرمپ ارشد سلاکار په خپله تازه مرکه کې له دغه وبا سره د ټرمپ پر تګلاره نیوکې کړې دي. دده په خبره ټرمپ کرونا دومره جدي نه ګڼي او پر روغتیایي سپارښتنو هم ملنډې وهي له همدې امله نه کرنټین وضع کوي او نه هم په خپله روغتیايي سپارښتنې عملي کوي. داکټر فاوچي ټینګار کړی چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې اوسنۍ تګلاره باید سر تر پایه بدله شي. نوموړي ویلي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره تر ټرمپ د جوبایډن پلانونه عملي او صحي دي. دې مسئلې د سپینې ماڼۍ غوسه پارولې او له ډاکټر فاوچي یې غوښتي چې له دغه ډول څرګندونو ډډه وکړي.
































