حکومت په کابل کې د پرونۍ خونړۍ پېښې له امله په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی. له دې سره به د هېواد بیرغ په ټولو دولتي ادارو او بهرنیو سفارتونو کې نیمه ځوړند وي. ولسمشر غني همدا راز تېره ورځ ناوخته په یوه خپاره کړي پیغام کې پر کابل پوهنتون خونړی برید وغانده او په خبره یې بې رحمه دښمن د دې هېواد هېڅ ارزښت ته ژمن نه دی او پر تعلیمي مرکزونو یې برید نه بښل کېدونکی بشري جنایت وباله. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی چې ددغه پېښې له عاملینو به څو چنده غچ اخلي او غاښ ماتوونکی ځواب به ورکوي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې دغه پېښې سخت غبرګونونه پارولي دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي چې حکومتي چارواکي بې پروا او بې ظرفیته دي او له بهرنیو هېوادونو دلته یوازې د پیسو پیدا کولو لپاره راغلي چې د ولس هېڅ غم نشته ورسره. دوی وایي چې حکومت د ملي ماتم او ورته بېړنیو اقداماتو له لارې یوازې ولس تېرباسي او غواړي ددوی احساسات ارام کړي. کاروونکي له حکومت د بې کفایته چارواکو د لرې کولو او وطن ته د ژمنو شخصیتونو د ګومارلو غوښتنه هم کوي.
































