نړیوال سیاست ته د کتنې په نامه یوه نشریه وایي په افغانستان کې د سولې پروسه روانه ده او د ټرمپ بېړې طالبانو ته ډاډ ورکړی چې کولی شي روانه جګړه وګټي. د سرچینې په خبره له همدې امله تر سوله پر جګړه تمرکز ډېر دی او په افغانستان کې خونړی وضعیت بوږنوونکی دی. سرچینه دغه راز کاږي چې د سپینې ماڼۍ راتلونکی حاکم به د افغانستان په اړه له سختو انتخابونو سره مخ وي، ځکه هغه یا اړ دی چې سوله بریا ته ورسوي او یا به افغانستان ته د سرتېرو پر بیا لېږلو او د جګړې پر بیا پیلولو فکر کوي. له دې سره په دې مطلب کې راځي چې تر هر څه ډېر افغانان د روانې جګړې ختمېدل او د دایمي سولې راتګ غواړي.
































