ټرمپ د رایې اچونې تر پای ته رسېدو وروسته په تازه څرګندونو کې ویلي چې دی ګټونکی دی، خو مخالفین یې هڅه کوي درغلي وکړي. دده په خبره د بایډن ډله د درغلۍ او رایې پټولو په لټه کې ده، خو دوی به اجازه ور نه کړي. ټرمپ په ټوېټ پیغامونو کې ځان د ټاکنو ګټونکی بللی دی او ویلي یې دي چې ژر به په دې اړه پوره تفصیلات ورکړي. ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې د بایډن ډلې پراخه درغلي پیل کړې او د مرکزونو تر تړل کېدو وروسته هم د رایو په اچولو بوخت دي. ټرمپ په خپلو څرګندونو کې خپلو پلویانو ته مبارکي هم ورکړې ده او په خبره یې دوی ستره بریا خپله کړه. بایډن هم بیا په تازه څرګندونو کې ځان د ټاکنو ګټونکی بللی دی.
































