واشنګټن پوست وایي د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن د بریا پر پوله ولاړ دی او ټرمپ له سپینې ماڼۍ د وتو په حال کې دی، ورځپاڼه وایي د ټاکنو پر روان بهیر یوازې ټرمپ نیوکه کړې او دا نیوکه او ادعا د چمهوري غوښتونکي ګوند نظر او دریځ نه دی، ورځپاڼه وایي د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښې څیرې چوپې او څه چې پیښیدونکي دي دوی هم همداسې غواړي، واشنګټن پوست وایي بایډن سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره یوازې شپږ رایې کمې لري چې په آسانۍ یې تر لاسه کوي او ژر به د ټاکنو پایله اعلان او بایډن به منتخب ولسمشر شي.
































