روسیې د پوتین د ناروغۍ په اړه د برېتانوي رسنیو وروستي راپورونه رد کړي دي. له څو ورځو راهیسې برېتانوي رسنیو ویلي چې پوتین سخت ناروغ دی او کېدای شي راتلونکی کال له واک ګوښه شي. خو د پوتین ویاند دیمتري پسکوف په تازه څرګندونو کې دغه ډول راپورونه بې مانا بللي دي او په خبره یې پوتین روغ جوړ دی او خپلو چارو ته ادامه ورکوي. پوتین له ۱۹۹۹ز کال راهیسې په روسیه کې په واک کې دی او داسې اټکل کېږي چې هغه به د روسیې اساسي قانون بدل کړي او ښایي د واک موده یې تر ۲۰۲۴ز کال وروسته هم وغځېږي. پوتین د نړۍ په کچه قدرتمن شخصیت بلل کېږي چې په روسیه کې د پراخو او بنسټیزو بدلونونو مسوول دی. هغه ددې هېواد په اقتصاد کې سم سمکی راوست او په سیمه کې یې د روسیې نفوذ پراخ کړی دی.
































