چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د پنجاب ځیره خواره ملا ته!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 8, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د پنجاب ځیره خواره ملا ته!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دې ورځو کې اورم چې د پنجاب د پوځ راشني ځیره خواره ملایان، چې اکثر یې د فرنګي سازش پر بنسټ په مسلمانو خاورو کې د شر او فساد ډاګیان دي، د افغانستان په کورنیو چارو او روانو سیاسي بدلونونو کې افراطي او توندلاري دریځونه نیسي.

زموږ خطاب له افغان دریځه دوی ته دا دی چې ستاسو او ننګ یې سره څه؟؟ ستاسو او زموږ ایمان او اسلام ته د خطر یې سره څه؟؟ تاسو پرون هم د اسلامي امت د ټوټه کولو، بېلتون او تفرقې سبب شوي یاست او نن هم یاست، لومړی مو د بنګال په سر د پنجاب د خوندیتابه لپاره معامله وکړه، بیا مو د پنجابي یهودیت پر بنسټ د مسلمانو بنګیالانو معصوم او مظلوم عزتونه، حرمتونه او شرافتونه ور ولټول.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

تاسو او خدای د کشمیر د مسلمانانو په سر مو د پنجابیانو د ځمکو د خړوبولو په پاره د سیند طاس تړون په نوم له همدغو هندوانو سره معامله ونه کړه؟ د سړې جګړې پر مهال مو د نړۍ ټولو کفارو ته په خپل ملک کې اډې ورنه کړلې؟ همدا اوس له بحرین، اماراتو او سوډان سره د اسراییلو د اړیکو په جوړولو کې د پنجاب د رول اړوند، د فاکس نیوز راپور د څه شي کیسه کوي؟ د (آی اېس آی) او (سې آی اې) تر منځ د افغان مجاهدینو د جنګولو او د طالبانو د اسلامي حکومت د راپرځولو مستند راپورونه د کوم اسلامیت یادونه کوي؟ پر افغانستان د یرغل او د طالب د راپرځولو امریکایي قومنداني، رهبري او کوردینات ستاسو د رهبرانو په اجازه، ستاسو د استخباراتو په همکارۍ او ستاسو له ملایانو سره په معامله ونه شول؟ لعل جومات ستاسې واکمن بمبارد نه کړ؟ ډاکتره عافیه صدیقي ستا د جاسوسانو د مالوماتو پر بنسټ امریکا ته ونه سپارله شوه؟ تا کرتارپور له هندو پنجابي سره د پنجابیت د اړیکې پر بنسټ ۲۴ ساعته پرانیستی نه و؟ پر پښتون او مسلمان افغان دې له کراچۍ تر پینډۍ لارې ونه تړلې؟ ستا د استخباراتو پخوانی مشر اسد درانی امریکا ته د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن په سر د پاکستان د همکارۍ اړوند اعتراف، د کوم اسلام او ورورولۍ کیسه کوي؟

سیکولار قانون، ملحد نظام، فاسد حکومت او په خاوره کې مو د منکراتو، فحاشیو، بې دینیو او بې حسابه اخلاقي ځوړتوبونو خو مو شمېر نه کیږي.

د دې ټولو اړوند د سمیع الحق، حامد الحق رسنیز دریځ؛ فتوی، لاریون او جدجهاد چیرته وو؟ ملا فضل الرحمن کله دا شرارت، فتنه او فساد بللي؟ کله مو خپل غږ پورته کړی دی او د اسلام د سپېڅلي دین له دریځه مو د پنجاب سیکولاره واکمني غندلې، ننګولې او غبرګون مو ښکاره کړی دی؟

همدا ټول غیرتونه، عزتونه او عزمتونه هم بې حسابه وګڼئ، د پنجابي ملا او مسلمان وجدان ولې ویښ نه و؟ ایمان یې چېرته و او د دین غم یې په کومه تاخچه کې اېښی و، چې پر افغان وطن د امریکا او یرغلګرو متحدینو د یرغل تېره ۲۰ کلنه اوږده موده کې ولې د دوی له خاورې د همدغه یرغل په ترانسپورټي کاروانونو، خوراکي توکو، ټانګونو، بمونو او د مسلمان وژنې په کتارونو برید ونشو؟ دا یې ولې ذهن ته رانغلل؟ دا اسلامیت ترې کومو اوبو وړی و او که دا هم نشوای کېدای، نو پر خپل حکومت او ریاست خو به یې کله هم فشار راوړی و، چې د افغان- مسلمان د وژلو وسایل منع کړي.

د بابړې ننګه، په پنجابي- فرنګي جبر کې د پښتون او بلوڅ مسلمان د قتل عام، اسراییلي محکومیت او نازیستي ټولوژنې داستان او کیسه خو هسې اوږده او په هغه اړوند د دوی ایمان، وجدان او خیانت خو هېڅ د قضاوت وړ نه دی.

هسې خو هم دین، ایمان او رمضان د پټان په پچه ختلي او پنجابی دې سړیتوب ته د ټینګې نه دی.

له دې ټولو یوه خبره څرګندیږي چې د پنجابي ملا، ميا، پير او حضرت د اسلام د برحقه پیغام د خپرولو، د اسلام له دښمنانو سره د مبارزې او په پنجاب واکمنه پاکستان کې د اسلام د شرعي سیاست، سیادت او حاکمیت د خپرولو او ورته د کار کولو پر ځاى، دوی د اسلام د بدنامولو، تخریب او حتا تحریف ماموریت مخ ته وړي او د دوی ننوتل د پنجابي- فرنګي فیډریشن استخباراتي حمام ته له دوی څخه د دې ټولنې د عزت، شرف او دیني وراثت لباس ویستونکي رول لوبول غواړي.

پر همدې بنسټ، په افغان قضایاوو کې د پنجاب د پروتوکولي، درباري، استخباراتي او بدنامو ځیره خوارو په اصطلاح ملایانو دریځ که په هره بڼه او نیت وي؛ ناوړه، شریر او فاسد ګڼو، غندو یې او د امریکایي یرغل د مدافعینو پټه، سړه او څارګریزه وسله او وسیله یې ګڼو.

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

Previous Post

امریکا کې یو وسله وال درې کسان وژلي دي

Next Post

د سولې فعالین: د حکومت او طالبانو اوسنی دريځ د سولې فرصت ضایع کولی شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د سولې فعالین: د حکومت او طالبانو اوسنی دريځ د سولې فرصت ضایع کولی شي

د سولې فعالین: د حکومت او طالبانو اوسنی دريځ د سولې فرصت ضایع کولی شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

قریشي: د امریکا- طالبانو تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کېږي

قریشي: د امریکا- طالبانو تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کېږي

فبروري 23, 2020
کونړ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

کونړ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

سپتمبر 15, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved