د افغان سولې د نامعلوم برخلیک په تړاو تازه د امریکا راتلونکي حکومت ته نږدې کسان وایي چې ښايي بایډن هم د سولې پروسې ته ادامه ورکړي. هغه کسان چې د اوباما د واکمنۍ پرمهال جوبایډن ته نږدې وو او اوس هم څه ناڅه د بایډن له راتلونکي حکومت باخبره دي، پر دې باور دي چې نوموړی به د سولې پروسې ته ادامه ورکړي، خو د ترمپ په څېر به په دې برخه کې بې پروا نه وي، بلکې هر ګام به په پوره دقت اخلي. سرچینه دغه راز وايي چې ښایي بایډن له خلیلزاد وغواړي چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي.
سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په لاسلیک سره په افغانستان کې د جګړو ډګر نه دی سوړ شوی، بلکې برعکس جګړې شدیدې شوې دي، خو اوس دا اندېښنې هم شته چې ښایي د امریکا نوی حکومت د سولې په پروسه کې نوي تغیرات راولي او یا بایډن داسې پرېکړه وکړي چې د سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړي، خو بلخوا په امریکا کې داسې کس واک ته رسېدلی چې په یو ډول نه یو ډول د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ښکېل دی او دې مسئلې ته نږدې پاتې شوی دی.
جو بایډن چې په افغانستان کې د جګړې د شدت د کلونو پرمهال د بارک اوباما مرستیال و، اوس د دې پلوی دی چې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. د اوباما د واکمنۍ پر مهال امریکا په افغانستان کې تر ټولو ډېر سرتېري لرل، خو بایډن د دې پلوی دی چې په افغانستان کې ډېر کم، خو پیاوړي او مهم استخباراتي کسان ولري. بایډن ته نږدې کسان هم پر دې باور دي چې هغه به په افغانستان کې د سولې روانې پروسې ته ادامه ورکړي او ښایي له زلمي خلیلزاد وغواړي چې پر خپل اوسني ماموریت پاتې شي. د بایډن سیاستونو او د امریکا راتلونکي حکومتي کړۍ ته نږدې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، اوس پر دې خبرې روانې دي چې باید خلیلزاد خپلې دندې ته ادامه ورکړي. سرچینه وايي: ((بایډن به له خلیلزاد وغواړي چې خپل ماموریت ته ادامه ورکړي. اوس پر همدې بحثونه روان دي او بایډن د دې ملاتړی دی چې افغان جګړه پای ته ورسېږي او له دې ځایه خپل سرتېري وباسي)).
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر چې اوس د پاکستان د سیاستونو مخالف دی او د بایډن له کړۍ سره نږدې اړیکې لري، وايي چې بایډن هم له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو ملاتړی دی، خو په دومره بېړه او بې پامۍ نه لکه ټرمپ چې درلوده. د ده په خبره، بایډن د افغانستان د اوسنۍ جګړې په اړه خپل دريځ لري او غواړي له افغانستان خپل سرتېري وباسي. حسین حقاني وايي چې بایډن به په بې پروایۍ د سرتېرو د ایستلو پرېکړه نه کوي، بلکې دا به د طالبانو په تعهداتو پورې تړلې وي چې څومره دوی له جګړو لاس اخلي او څومره پر ژمنو عمل کوي. حقاني همدا راز د بایډن د حکومت له لوري د فشار راوستلو خبره هم کوي. د ده په خبره، بايډن د دې ملاتړی دی چې د سولې توافق باید د یوه فشار له لارې رامنځ ته شي او طالبان باید سوله وکړي، نه دا چې د امریکايي سرتېرو د ایستلو تړون لاسلیک کړي. د حقاني په خبره: ((بایډن بېړنی نه دی. طالبان باید د جګړې د ختمولو او سولې تړون لاسلیک کړي، دا باید یوازې د سرتېرو د وتلو تړون نه وي. سرتېري وباسي، خو بېړنی نه دی، بلکې غواړي جګړه مسوولانه پای ته ورسوي)).
امریکايي رسنۍ هم د افغانستان د چارو د شنونکو له خولې لیکي چې ښايي بایډن د افغانستان په مسئله کې له پوره احتیاط کار واخلي او هڅه یې دا وي چې د افغان حکومت له دریځ په ملاتړ او د دې حکومت ترڅنګ په درېدو د سولې خبرې مخ ته یوسي. بایډن تر دې وړاندې په خپله هم په خپلو مرکو کې پر دې ټینګار کړی چې باید امریکايي سرتېري له افغانستان ووځي، خو دا وتل باید مسوولانه وي.
































