بايډن په تازه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې ټرمپ د درغلۍ ادعاوې کوي خو له دې ادعاوو سره نوموړي ته په کار ده چې ژر تر ژره د واک لېږد ته تیاری ونیسي. دده په خبره د ټرمپ له لوري د ماتې نه منل د شرم وړ خبره ده. بایډن دغه راز زیاته کړې چې دده ټیم دمګړی د واک د لېږد پر مسئله بوخت دی او پر دې بحثونه روان دي چې په راتلونکي حکومت کې به څوک کوم مسوولیت پر غاړه لري. نوموړي تمه ښودلې چې ټرمپ ژر تر ژره خپله ماتې ومني او د واک د لېږد لپاره ټول رسمي مراسم ترسره کړي.
































