چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين په ۲۰۲۵م کال کې د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګونه څنګه ترلاسه کړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 15, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چين په ۲۰۲۵م کال کې د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګونه څنګه ترلاسه کړي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

يوه لویه بېړۍ د جنورۍ په ۱۴مې نېټې د چين د شاندونګ ولایت په چينګداو بندر کې د اوټوماتيک سیسټم پر مټ سمندرغاړې ته ورو ورو نږدې کېده او ودرېدله. چينګداو بندر د نړۍ څلورم لوی بندر دی.

د دې بندر مسئول سي جي ټي اېن ته ويلي، چې د نوي ۲۰۲۶م کال له لومړۍ ورځې څخه په دغه بندر کې د بېړیو د تم کېدو اوټوماتيک سیسټم ځای پر ځای شوی، چې پر مټ يې د يوې بېړۍ د تم وخت له نږدې ۳۰ دقیقو څخه ۳۰ ثانيو ته راټيټ شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د بېړۍ د تم لپاره دغه ټېکنالوژي، چې د نوي کيفيت د توليدي ځواک مثال بلل کېږي، د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د انعطاف منونکي او حیاتي ځواک ښکارندويي کوي.

 د چين رسمي شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۵م کال کې د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو ارزښت ۴۵.۴۷ ټريليونو يوانو ته رسېدلی، چې دا د ۲۰۲۴م کال د ورته شمېر په پرتله ٪ ۳.۸ زياتوالی ښيي. په دې جملې کې يې د صادراتو ارزښت ۲۶.۹۹ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې دا د ۲۰۲۴م کال د صادراتو په پرتله ٪ ۶.۱ زياتوالی ښيي او د وارداتو ارزښت يې ۱۸.۴۸ ټريليونه يوانه ياد شوی، چې دا بیا د ۲۰۲۴م کال د وارداتو په پرتله ٪ ۰.۵ زياتوالی ښيي. باور دا دی، چې چين به په پر له پسې توګه د مالونو سوداګرۍ کې د نړۍ لومړی ځای وساتي.

اوسمهال نړيواله اقتصادي وده ورو شوې او د يواړخيزم او د ځاني سوداګرۍ حمایت غوښتونکې څپې راپورته شوي، خو چين له دې سره سره بيا هم له مسلسلو نهو کلونو راهیسې د مالونو سوداګرۍ کې زیاتوالی لري. علت یې څه کېدای شي؟

د چين د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصاد پوهنتون د نړيوال اقتصاد انسټيټيوټ رئیس سانګ بایچوان سي جي ټي اېن ته ويلي، د چين بهرنۍ سوداګري له ننګونو سره سره بيا هم وده کوي، ځکه دغه هېواد اغېزمنې پاليسۍ لري او خورا لوی بازار او بشپړ صنعتي سيسټم يې د ټينګې تکيې رول لوبوي.

د چين د ۲۰۲۵م کال د بهرنۍ سوداګرۍ له شمېرو څخه څو ځانګړتياوې(لويه پيمانه، غوره کيفيت او ګډې ګټې) ښکاري.

د نړۍ د هرې لويې وچې له ٪ ۶۰ زياتو هېوادونو او سیمو سره د چين په صادراتو او وارداتو کې  زياتوالی راغلی او د اسيان له هېوادونو سره يې د صادراتو او وارداتو ارزښت له ټريليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی او دغه راز دغه هېواد ته د ښکلا نږدې ٪ ۵۰ وارداتي توکي او نږدې ٪ ۶۰ وارداتي موټر له اروپا څخه انتقالېږي.

 په ۲۰۲۵م کال کې د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت ۴۵.۴۷ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې دا د ۲۰۲۰م کال د ورته شمېر په پرتله ٪ ۴۱.۱ زياتوالی ښيي او دغه راز په همدې کال کې د چين د سوداګريزو همکارانو شمېر هم زیات شوی دی.

چين په ۲۰۲۵م کال کې له څه باندې ۲۴۰ هېوادونو او سيمو سره سوداګریزه راشه درشه درلوده او له ۱۹۰ هېوادونو او سيمو سره يې په صادراتو او وارداتو کې زياتوالی راغلی دی. د چين لويه پېمانه لرونکې سوداګري نه يوازې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو په انکشاف کې مرسته کړې، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو ګډه اقتصادي وده يې هم پراخه کړې ده.

د کميت معقول زياتوالی له کيفي لوړتيا څخه راځي. په ۲۰۲۵م کال کې د چين د عصري ټېنالوژیکي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د زياتوالي سرعت د ۲۰۲۴م کال د ورته شمېر په پرتله ٪ ۱۱.۴ زياتوالی ښيي او د بهرنۍ سوداګرۍ د عمومي زیاتوالي لپاره يې نږدې٪ ۶۰ خدمتونه کړي دي. د برقي موټرو، ليتيم بېټریو، سولري توليداتو او د بادي برېښنا جنراتورونو په شمول د زرغون پرمختګ د اړوندو محصولاتو صادرات یې په جلا جلا توګه ٪ ۲۷.۱، ٪ ۴۸.۷ زيات شوي او د لیدر محصولاتو واردات يې له ٪ ۲۰ ډېر او د کمپیوټرونو د پرزو واردات يې ٪ ۲۰ زيات شوي دي. د صنعتي روبوټونو صادرات يې بيا ورځ تر بلې زیاتېږي.

 دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ جوړښت پرله پسې ښه کېږي او خپلې او نړيوالې ودې ته نوی خوځنده ځواک ورکوي.

د چين بهرنۍ سوداګرۍ د دغه هېواد سوداګریزو همکارانو ته زياتې ګټې رسولې دي. تېر کال له لسو لویو سوداګریزو همکارانو سره د چين سوداګریز ارزښت د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په حجم کې ٪ ۴۷.۷ نيولې، چې د ۲۰۲۴م کال د همدې شمېر په پرتله ٪ ۲ کموالی ښيي، دا په دې مانا ده چې سوداګري يې لا متوازنه شوې ده.

چين پر بازاري قانون د ولاړې سوداګریزې ودې تر چتر لاندې نړۍ ته پرله پسې باکیفيته او د باور وړ توليدات وړاندې کوي، چې دغو تولیداتو يې نه يوازې د ځايي خلکو په ژوند کې ښه والی راوستلی، بلکې د پيسو پړاسوب يې هم کم کړی او د نړيوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو په ثبات کې يې هم مهم رول لوبولی دی.

د يادونې ده، چې چين د نړیوال بازار د بیو د ټيټېدو په حال کې بيا هم خپلو وارداتو کې زیاتوالی راوستلی، د نړيوال وارداتي نندارتون په شمول ځينو فعاليتونو ته یې دوام ورکړی او له مسلسلو ۱۷ کلونو راهیسې د نړۍ د دويم لوی وارداتي بازار په توګه پاتې شوی دی.

تازه شمېرې ښيي، چې چين د تېر کال په لومړيو درېیو ربعو کې د نړۍ د ۷۹ هېوادونو او سيمو مهم صادراتي منزل و.

د امريکا د ټاېپيسټري(Tapestry) ګروپ اړوند کوچ (Coach) برانډ د چيني بازار عمومي مديرې لي لي اېن سي جي ټي اېن ته ويلي، چې برانډ يې د چين د سوداګریزو اسانتياوو له پاليسۍ څخه ګټې اخيستي او د ۲۰۲۵م کال په څلورمه ربعه کې يې په دغه هېواد کې پلور ٪ ۱۸ زيات شوی، چې دا په نورو هېوادونو کې د دوی د توکو تر پلور زیات دی.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان څو ورځې وړاندې د ۲۰۲۶م کال لپاره د مالونو د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي اټکل ٪ ۰.۵ ته راټیټ کړی دی.

د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په څلورمه عمومي غونډه او د اقتصادي چارو په تړاو سږنۍ مرکزي غونډه کې د دغه هېواد د سوداګريزې ودې په اړه مهم ترتیبونه نيول شوي او پکې د مالونو د سوداګرۍ د ښه والي، د صادراتو او وارداتو د متوازنې پراختيا، د سيمه يېزو او دوه اړخيزو سوداګریزو او پانګېزو تړونونو د  لاسليکېدو لپاره يو لړ تدبیرونه ټاکل شوي دي او باور دا دی، چې دا به د بهرنۍ سوداګرۍ دوامداره او مثبته وده تضمين کړي او نړيوالې اقتصادي او سوداګریزې ودې په ثابت ساتلو کې به مرسته وکړي.

Previous Post

لوګر؛ کډوالو ته د ۱۷ زره استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ پیلېږي

Next Post

تېر کال د چین د نوې انرژۍ د موټرو د توليد او پلور اندازه له ۱۶ ميليونو پورته وه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تېر کال د چین د نوې انرژۍ د موټرو د توليد او پلور اندازه له ۱۶ ميليونو پورته وه

تېر کال د چین د نوې انرژۍ د موټرو د توليد او پلور اندازه له ۱۶ ميليونو پورته وه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اوکراین کې چاودنو ۱۳ کسان وژلي دي

اوکراین کې چاودنو ۱۳ کسان وژلي دي

سپتمبر 20, 2022
لوګر کې د کانونو له درکه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

لوګر کې د کانونو له درکه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

دسمبر 26, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved