د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته په سفر تللی دی او هلته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او روان وضعیت خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له جواد ظریف سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید له افغان سولې سره بشپړه همکاري وکړي. دده په خبره د افغانستان په مسئله کې ګډ هېوادونه باید د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي. هغه له ټولو اړخونو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره کار وکړي. ایران او پاکستان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی دی، خو تر څنګ یې ددغه هېوادونو په اړه داسې راپورونه شته چې دلته د ترهګرو ډلو او وسله والو ملاتړ کوي.
































