د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په بغلان ولایت کې هېواد ته د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر په رسمي ډول پرانیست. د چارواکو په وینا، په لومړي پړاو کې به په بغلان کې ۲۲۰۰ بېرته راستنو شوو کسانو ته د هر کس لپاره پنځه ۵۰ کیلویي بوجۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي. د کرنې وزیر ویلي، دا بهیر به ورو ورو د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

































