چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امريکا د سولې کمېټه به د ملګرو ملتونو واک او کاري ميکانيزم ته زيان ورسوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 20, 2026
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا حکومت په وروستيو کې ويلي، چې د غزې له جګړې وروسته به د دې سیمې د لنډمهالې ادارې د نظارت لپاره د سولې کمېټه جوړه کړي او څو هېوادونو ته يې بلنه هم ورکړې، چې په دې بهیر کې ورسره برخه واخلي.

څو خبري رسنيو ويلي، چې امريکا په دغه جريان کې د برخې اخيستنې لپاره له يادو هېوادونو څخه د يو ميليارډ امریکايي ډالرو غوښتنه کړې ده. واشنګټن غواړي، چې د دې کمېټې ځای د ملګرو ملتونو له مقام سره برابر کړي، خو دغه کړنه به یې د ملګرو ملتونو واک او کاري ميکانيزم ته زيانونه ورسوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

سپينې ماڼۍ د جنورۍ په ۱۶مې نېټې په يوې اعلامیې کې د دې کمېټې د غړو لېست خپور کړی او پکې يې ويلي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دې کمېټې رئيس وي او اجرائيوي کمېټه به يې اووه غړي ولري، چې د امريکا بهرنيو چارو وزير روبيو او د ولسمشر ځانګړی استازی ویټکوف به هم پکې شامل وي.

نيکولا مولادنوف، چې پخوا يې د منځني ختيځ د سولې د جريان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کوله، د دې کمېټې او د فلسطين د تخنيکي چارواکو ترمنځ د اړيکو دنده به پرغاړه ولري.

 دغه کمېټه به څه ډول رول ولوبوي؟

سپينه ماڼۍ وايي، دغه کمېټه به په غزې کې د شخړو د پای ته رسېدو لپاره د امریکا د شل فقره ييز پلان د پلي کولو لپاره ډېر مهم رول ولوبوي او له شخړو څخه د سولې او پرمختګ په لور د غزې د روانېدو لپاره به د ستراتيژيک نظارت، نړيوالو سرچینو د برابرولو او د اړوندو مسؤليتونو د تضمين لپاره هم ښه رول ولوبوي.

خو د غزې خلکو د دغې کمېټې د رول په اړه محتاطه رويه غوره کړې ده. د غزې د اوربند تړون د تېر کال په اکتوبر کې لاسليک شو، چې په دې سره د دې تړانګې په زياترو سيمو کې اوربند نافذ شوی دی، خو له ځينو سیمو څخه يې اوس هم د بريدونو او پېښو راپورونه ورکول کېږي. د دې ترڅنګ اسرائيل هم غزې ته پر مرستندويه توکو محدودیتونه لګولي دي.

د فلسطين د سیاسي چارو شنونکي صامیر رسنیو ته ويلي، چې یاده کمېټه به د امريکا له خوا کنټرولېږي او په خبره یې، د ملګرو ملتونو له ميکانيزم پرته بله اداره يا کمېټه د فلسطينيانو د حقونو ساتنه نشي کولی. که څه هم په همدې چوکاټ کې د فلسطين د تخنيکي چارواکو کمېټه جوړه شوې، خو خلک شک لري، چې دغه کمېټه څومره واک او سرچينې لري او څومره مهم رول لوبولی شي؟

د ملګرو ملتونو په څېر د بل سازمان جوړونه څه معنی لري؟

روېټرز په يوې ليکنې کې ويلي، چې امريکا د سولې کمېټې د جوړولو لپاره شاوخوا شپېتو هېوادونو ته بلنه ورکړې، خو تراوسه یوازې د هنګري صدراعظم اوربان څرګند ځواب ورکړی دی. ټرمپ په وروستيو کې روېټرز سره په مرکې کې ويلي، چې «د سولې کمېټه» به تر هر څه لومړی د غزې ستونزې حل کړي او بيا به د نورو شخړې لرې کړي.

ځينو ډيپلوماتانو، چې له خپلو نومونو څخه يې ډډه کړي، رسنيو ته ویلي، ډېری هغو هېوادونو، چې د ټرمپ بلنه یې ترلاسه کړې، په يادې کمېټې کې د ګډون په اړه محتاطه رویه غوره کړې او دوی اندېښنه لري، چې د امریکا له دغې کړنې څخه د بل ملګرو ملتونو د جوړولو نيت ښکاري، چې دا به د ملګرو ملتونو واک او رول ته زيان ورسوي.

يوه ډيپلومات رسنيو ته ويلي، چې د ټرمپ په بلنليک کې تش په نوم منشور هم شامل دی، خو دغه چاره یې د دې ښکارندويي کوي، چې ښايي د ملګرو ملتونو پر وړاندې بل موازي سازمان جوړ شي، چې دا د ملګرو ملتونو د بنسټيزو اصولو سپکاوی دی.

Previous Post

هند له اماراتو سره د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د مایع ګازو تړون لاسلیک کړ

Next Post

سروې: نړیوال د امریکا له اوسني حکومته خوښ نه دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

سروې: نړیوال د امریکا له اوسني حکومته خوښ نه دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کابینې پرېکړه: هېڅوک د پخوانیو چارواکو ملکیتونه نه شي غصبولی

د کابینې پرېکړه: هېڅوک د پخوانیو چارواکو ملکیتونه نه شي غصبولی

فبروري 9, 2022
ناټو: د افغانستان تجربې موږ ته د درس حیثیت لري

ناټو: د افغانستان تجربې موږ ته د درس حیثیت لري

اپریل 5, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ