د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ( ۳مه ) نن ماښام ۷ بجې ترسره کیږي. په دې لوبلړۍ افغان لوبډلې خپلې سیالې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته لا وړاندې ماتې ورکړې ده. که څه هم ویسټ انډیز لوبډله د نړۍ یوه له پیاوړو لوبډلو څخه شمېرل کیږي، خو په دې ورستیو کې یې هیڅ ښې لوبې نه دي ترسره کړې. یادې لوبډلې په تېرو ۵ شل اوریزو لوبو کې ۴ بایللې او یوه بې پایلې شوې ده. بل لور ته بیا افغان کرکټ ملي لوبډلې په تېرو ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبه کې پرله پسې بریا خپله کړې ده.



































