د بغلان د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په روان کال کې د دغه ولایت له ۷۶ فارمونو څخه ۳۰ ټنه خالص او لوړ کیفیت لرونکي شات تولید او د هېواد بازارونو ته وړاندې شوي دي. سرچینې ویلي، چې د بغلان ولایت په مرکز او مرکزي بغلان، نهرین، خنجان، بنو، دهصلاح، پلحصار، برکې او ډنډغوري په ولسوالیو کې د شاتو د مچیو ۷۶ فارمونه فعالیت کوي، چې سږ کال یې ۳۰ ټنه شات تولید کړي دي. ځایي چارواکو د بغلان اقلیم او هوا د شاتو د مچیو د فارمونو د پراختیا لپاره مناسب بللي او زیاته کړې یې ده، چې په دې سکټور کې له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره هم شوې ده.

































