چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې نړیوالو چين ته مخه کړې؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 26, 2026
in نړیوال خبرونه
0
ولې نړیوالو چين ته مخه کړې؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ډېرو هېوادونو  په وروستيو کې له چين سره راشه درشه زیاته کړې او د نړۍ د رسنيو پاملرنه یې راجلب کړې ده.

د کاناډا صدراعظم مارک کارني لس ورځې مخکې چين ته په رسمي سفر تللی و او له دغه هېواد سره یې يو شمېر همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نړيوالو د سويس په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې د چين د فرصتونو په اړه توده بحثونه کړي او له دغه هېواد سره یې ډيالوګ تر پخوا ډېر مهم بللی دی.

د فنلنډ صدراعظم پيټېري اورپو د جنورۍ په ۲۵مې نېټې د يو شمېر تصديو د لوړ پوړو مديرانو په مشرۍ چين ته سفر کړی او له دغه هېواد سره یې د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو د لا ژورولو ژمنتيا څرګنده کړې ده.

ولې د نړيوالو پاملرنه چين ته اوښتې؟

د امريکا او چين د همکارۍ صندوق اجرايي رئيس جون ميلېر وايټ د جنورۍ په ۲۳مې نېټې له سي اېم جي سره په مرکه کې ويلي، چې چين په عمل کې نړۍ ته ښودلې، چې يو هېواد له سړې جګړې او زيرو سم لوبې څخه لرې پرمختګ کولی شي او د نړیوال پرمختګ لپاره خپله ځيرکتيا وړاندې کولی او پلان جوړولی شي.

چين په داوس فورم کې څلور فقرييز وړانديزونه کړي او  ويلي يې دي، چې نړيواله ټولنه دې پر ازادې سوداګرۍ تمرکز ولري، پر څواړخيزتوب دې ټينګار وکړي،‌ پر همکاريو او ګډو ګټو دې ټينګار ولري او پر متقابل درناوي او مساوي سلامشورو دې تمرکز وکړي.

د چين دغه څلور وړانديزونه د بې ارامې نړۍ لپاره ثبات برابروي او نړيوالې ټولنې هم دا درک کړې، چې چين د اعتماد وړ همکار دی او هر وخت يې دروازه پرانيستې پرېښودلې ده.

چين په دې وروستيو کلونو کې د اقتصاد نړیوال کېدو ته وده ورکړې ده. چين په داوس فورم کې له نړيوالې ټولنې غوښتي،‌ چې د نړيوال اقتصاد لپاره باکيفيته پرمختګ پياوړی او د لوړې سويې ورخلاصون پراخ کړي او د اقتصاد ټولشموله نړیوال کېدو ته دې وده ورکړي.

د چين ثابت اقتصاد نړیوال اقتصاد ته باور او محرکه ځواک برابروي. په ۲۰۲۵م کال کې د چين جي ډي پي د لومړي ځل لپاره له ۱۴۰ ټريليونو يوانو واوښته، چې دا د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۵ سلنه زياتوالی ښيي او د نړيوال اقتصاد د زياتوالي تر ټولو خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

چين له څه باندې ۲۴۰ هېوادونو او سيمو سره سوداګريز تګ راتګ لري او له څه باندې ۱۹۰ هېوادونو او سیمو سره يې د وارداتو او صادراتو اندازې زياتوالی موندلی دی.

په تېرو پنځو کلونو کې د چين د وارداتي توکو او خدمتونو عمومي اندازه له ۱۵ ټريليونو يوانو څخه اوښتې، په بهرنيو هېوادونو کې د پانګونو په بهير کې يې اړوندو کوربه هېوادونو ته ۳۰۰ میليارډه ډالره ماليات ورکړي او ګڼ شمېر کاري فرصتونه يې برابر کړي دي.

د نړيوال اقتصاد فورم عمومي مدير بورګ برېند پر دې نظر دی، چې چين به په راتلونکو څو کلونو کې تولیدي توان ډېر لوړ کړي او د اقتصادي زياتوالي فرصتونه به برابر کړي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون په داوس فورم کې د چين هرکلی کړی دی.

د کاناډا صدراعظم مارک کارني له چين څخه د ليدنې په پرمهال ويلي، چې د کاناډا او چين د اړیکو ژورتيا به د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.

په ستونزمنو حالاتو کې ډيالوګ او همکارۍ لاره روښانه کوي. نړيوال پولي صندوق د ۲۰۲۶م کال لپاره د چين د اقتصادي زیاتوالي اټکلي انډول لوړ کړی دی. چين به په روان کال کې نړیوال اقتصاد ته نور زیات خوځنده ځواک برابر کړي او د ټولو د اعتماد وړ همکار به وګرځي او خپلې دروازې به نورې هم پرانېزي.

Previous Post

ډېکارلو: هڅه کوو افغانستان یوځل بیا له نړۍوالې ټولنې سره یوځای شي

Next Post

د سالنګ لویه لار لا هم تړلې ده؛ د واورې پاکولو عملیات روان دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سالنګ لویه لار لا هم تړلې ده؛ د واورې پاکولو عملیات روان دي

د سالنګ لویه لار لا هم تړلې ده؛ د واورې پاکولو عملیات روان دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Igt Slot Games Online

سپتمبر 8, 2025
مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

نوومبر 25, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ