د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د روښنایۍ (لایټینګ) پروژې چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دا پروژه د روان ۱۴۰۴ مالي کال د پروژوي خدمتونو په لړ کې د ښاروالۍ له داخلي عوایدو څخه د ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت پلې کېږي. د سرچینې په خبره یاد لایټینګ سیستم به د ښار په اړینو او ګڼ مېشتو سیمو کې په منظمه او معیاري بڼه نصب شي، چې له امله به یې د شپې لهخوا د روښنایۍ ستونزې تر ډېره بریده هوارې او ښاري اسانتیاوې به زیاتې شي.

































