د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) خبر ورکړی، چې د بېل او ملیندا ګېټس بنسټ په افغانستان کې د زلزلې له اغېزمنو سره د ۶۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه. یونېسف ویلي، چې دا مرسته به د افغانستان په ختیځ کې له زلزلو څخه د اغېزمنو شویو ماشومانو او کورنیو لپاره په بېړنیو مرستندویه چارو کې ولګول شي. یونېسف زیاته کړې، چې دا بېړنی ژمنی ملاتړ دغه سازمان ته امکان ورکوي چې پر یو زرو ۴۵ زیانمنو شویو کورنیو بېړنۍ نغدي مرستې ووېشي. دغه مرستندویه سازمان دغه راز ویلي، چې د دې مرستې په واسطه کولی شي د کال په تر ټولو سړو میاشتو کې د ماشومانو او میندو لپاره د حیاتي ملاتړ چمتو کولو په موخه ۴۷ خدماتي خیمې ودروي. په دغو خیمو کې به روغتیايي خدمتونه، د ماشومانو لپاره ځانګړې فضا، لنډمهاله ښوونیز مرکزونه او د شیدو ورکولو ځایونه د ژمي له سړې هوا سره د مبارزې لپاره چمتو شي.

































