د دایکندي د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په نیلي، پاتو او شهرستان ولسوالیو کې ۵۵ د پیازو سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دغې پروژې چارې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) په مالي ملاتړ د ۷۰۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د افغاناید مؤسسې له لوري د یاد ریاست د کرنیزو چارو آمریت او د طبیعي سرچینو د تنظیم آمریت په همکارۍ پلې شوې دي.

































