لیکوال: نوید عمر
هغه اسناد او معلومات چې د Jeffrey Epstein د قضیې په تړاو وروستیو کې افشا شول، یوازې د یوه مجرم د نوم یادونه نه ده، بلکې د یوه داسې پټ او خطرناک نظام بربنډېدل دي، چې کلونه یې د واک، پیسو او نفوذ تر سیوري لاندې جرمونه پټ ساتلي دي. دا رسوایي موږ ته دا راښيي چې کله عدالت د زورورو تر واک لاندې شي، نو حقیقت بندیوان او قربانیان چوپ کړل کېږي.
دا اسناد یوازې قانوني کاغذونه نه دي، بلکې د هغو چیغو لیکلې بڼې دي، چې کلونه د نړۍ تر غوږونو نه رسېدې. په دغو پاڼو کې د انساني کرامت ماتېدل، د ماشومانو او کمزورو کسانو سپکاوی، او د هغو کسانو نومونه راځي چې ځان د تمدن مشران بولي. دا حالت د نړۍ پر مخ یوه ژوره څپیړه ده، ځکه دا ښيي چې څنګه د شتمنو او ځواکمنو لپاره جلا قانون شته، او د بېوسه خلکو لپاره جلا برخلیک.
دورسوایي یوازې د فساد افشا کول نه دي، بلکې دا د ټولنیز وجدان راویښول دي. کله چې ولس درک کړي چې کلونه ورته نیم حقیقت ویل شوی، نو باورونه نړېږي او د عدالت پر نظام شک پیدا کېږي. دا قضیه دا پوښتنه راپورته کوي: که د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هم عدالت د نفوذ قرباني کېږي، نو د بشر د ګډو ارزښتونو برخلیک به څه وي؟
دا پېښه موږ ته دا هم ښيي چې بدکاري یوازې د کوڅو په تیارو کې نه کېږي، بلکې ډېر ځله د شیشي ماڼیو او ښکلو دفترونو تر شا ترسره کېږي. هغه کسان چې د اخلاقو، بشري حقونو او تمدن خبرې کوي، کله ناکله پخپله د هغو ارزښتونو تر ټولو ستر دښمنان وي. دا دوهمخیتوب د معاصرې نړۍ تر ټولو خطرناک مرض دی، ځکه چې ریاکاري د ښکاره ظلم څخه هم ژوره ضربه وهي.
په دې رسوایۍ کې تر ټولو دردناکه ټکی دا دی چې قربانیان یوازې د یوه انسان له لاسه نه دي ځورېدلي، بلکې د یوه سیستم له خوا قرباني شوي دي. هغه سیستم چې باید د خلکو ساتنه یې کړې وای، بلکې چوپ پاتې شوی دی. دا موږ دې پایلې ته رسوي چې ستونزه یوازې په اشخاصو کې نه ده، بلکې په هغو جوړښتونو کې ده چې حساب ورکونه ځنډوي او جرم ته د دوام زمینه برابروي.
د دې قضیې اخلاقي پیغام روښانه دی: که عدالت انتخابي شي، نو ظلم قانوني بڼه اخلي. که رسنۍ چوپې شي، نو جنایت عادي کېږي. او که ولس بېپروا شي، نو تاریخ به بیا هم همدا تریخ داستان تکرار کړي. دا رسوایي باید د نړۍ ټولو ملتونو ته دا درس ورکړي چې واک باید تل تر پوښتنې لاندې وي، ځکه بېپوښتنې واک د فساد مور ده.
نن نړۍ د پرمختګ، ټکنالوژۍ او انساني حقونو خبرې کوي، خو دا اسناد دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا زموږ اخلاقي وده هم له مادي ودې سره برابره ده که نه؟ که موږ یوازې د اقتصاد شمېرې لوړې کړو، خو د انسان عزت خوندي نه کړو، نو دا پرمختګ به تش شعار پاتې شي. دا قضیه موږ ته راښیي چې تمدن یوازې ودانۍ او سړکونه نه دي، بلکې د انسان د حق ساتنه یې ریښه ده.
په پای کې، د جیفري ایسټیپن رسوایي باید د بشر لپاره د عبرت یوه لویه نښه شي. دا موږ ته وایي چې هیڅ څوک باید د قانون څخه پورته ونه ګڼل شي، که هر څومره شتمن او زورور هم وي. که نړۍ له دې پېښې اخلاقي درس وانخلي، نو سبا به دا ډول اسناد بیا هم راڅرګند شي، خو د قربانیانو شمېر به لا ډېر وي او د باورونو ماته به لا ژوره شي. دا د انسانیت لپاره یو وروستی زنګ دی: یا به عدالت ریښتینی واکمن شي، او یا به رسوایي د تاریخ اصلي ژبه پاتې شي.

































