چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په نړۍ کې د امريکا محبوبيت کم شو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 3, 2026
in نړیوال خبرونه
0
په نړۍ کې د امريکا محبوبيت کم شو

NEW YORK, NEW YORK - APRIL 03: A person walk near a Nasdaq’s banner in Times Square on April 03, 2025 in New York City. U.S. president Donald Trump’s “liberation day” which refers to the tariff war, has affected some US-based global brands such as Nike or Apple which have suffered some of the heaviest falls in the market value. (Photo by Zamek/VIEWpress)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د واشنګټن دغه شعار “امریکا بیا قوي کړئ!” نړۍ ته د پخوا په پرتله ډېر غیر متوقع او نا ارام  انځور وړاندې کړی دی. نړۍ اوس د امريکا په اړه ښه نظر نه لري او ورځ تر بلې ترې واټن اخلي.

د سي جي ټي اېن د يوې سروې پایله ښيي، چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو خلک اوس امريکې ته د “غیر مسؤلانه لوی هېواد” او “د نړۍ د بې ثباتۍ تر ټولو لویه سرچینه” په نظر ګوري او دا نظر نور هم د خورېدو په حال کې دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د سي جي ټي اېن په دغې سروې کې د نړۍ له ۳۸ هېوادونو څخه کابو ۱۵۶۸۸ کسانو برخه اخيستې ده.

د امریکا د پیو څېړنیز مرکز د ۲۰۲۵م کال په سروې کې هم ياد نظر، چې په ۲۴ هېوادونو کې شاوخوا ۲۸ زرو خلکو ورکړی، منعکس شوی دی.

د سروې پایله ښيي، د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې د امریکا محبوبیت د تېر کال په پرتله ډېر کم شوی دی.

د سویډن ۷۹ سلنه وګړي اوس د امریکا په اړه منفي نظرونه لري او د جرمنيانو مثبت نظر له ۴۹ څخه ۳۳ سلنې ته راټیټ شوی دی او هم يې په مکسیکو کې د ملاتړ کچه ۳۲ سلنه ټيټه شوې ده.

د امریکا تسلط د دغه هېواد د محبوبیت د سقوط یو عمده لامل بلل کېږي.

امریکا په نړیوالو چارو کې پر ځواک کارونې ټينګار لري او همدا حقیقت بولي او ډیپلوماتیکې وسیلې يې يوازې بندیزونه، تعرفې او نظامي ګواښونه دي.

واشنګټن د “ملي امنیت” او “ډیموکراسۍ” په پلمو د لاتیني امریکا پر وینزویلا او د منځني ختيځ پر ایران سخت فشارونه اچولي او په ورته وخت کې يې د ډنمارک د ګرينلنډ ټاپو د نيولو يا خپلولو هيله ښودلې ده.

دغه کړنې د امريکا د تسلطې رویې ښکارندويي کوي.

امریکا په دې وروستیو کې له څو نړیوالو سازمانونو څخه ووتله او د یو نامسؤلانه هېواد بڼه یې ښکاره کړه.

کله چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵م کال په جنورۍ کې سپينې ماڼۍ ته بیا ستون شو، نو ډېر ژر یې دغه هېواد د یونیسکو، د بشري چارو شورا، روغتیا نړیوال سازمان او پاریس تړون په شمول څو نړیوالو سازمانونو څخه وباسه.

امريکا څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو له ۳۱ سازمانونو او ۳۵ نورو نړیوالو سازمانونو څخه به هم ووځي. د دغو سازمانونو چارې په اقلیم، کارګرو او کډوالو پسې تړاو لري.

له روغتیا نړیوال سازمان څخه تر وتلو وروسته امريکا دغه سازمان ته نه یوازې د نوي غړي په توګه خپل فیس نه دی ورکړی، بلکې پر نورو لویو پورونو یې هم سترګې پټې کړې دي.

روغتیا نړیوال سازمان رسنيو ته ويلي، چې امریکا دغه سازمان ته د ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م کالونو پیسونه، چې ټولټال شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره کېږي، هم نه دي ورکړي.

بلومبرګ د ۲۰۲۵م کال په سپتمبر کې راپور ورکړی و، چې امریکا د ملګرو ملتونو شاوخوا ۳ ميلیارډه ډالره پوروړې ده.

اوس نړۍ ته دا حقیقت روښانه شوی، چې ډونالډ ټرمپ د خپلو ګټو لپاره، د ملګرو او همکارو هېوادونو ګټې هم په اوبو لاهو کوي. همدا څو ورځې مخکې يې د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو ونډې رد کړې او تور يې پرې ولګاوه، چې دوی په افغانستان کې د جنګ لومړۍ کرښه کې نه وو.

د نوموړي دغې څرګندونې د برېتانیا، ډنمارک او اسټرالیا په شمول د ناټو د ګڼو هېوادونو ناخوښي راوپاروله او د دغه سازمان دننه یې نور توپیرونه هم راپورته کړل.

Previous Post

روان کال په کندهار کې ۷۹ ټنه شات پلورل شوي

Next Post

سيرګي لاوروف: د روسيې او چين همغږۍ او همکارۍ نړيوالو حالاتو ته ثبات ورکړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سيرګي لاوروف: د روسيې او چين همغږۍ او همکارۍ نړيوالو حالاتو ته ثبات ورکړی

سيرګي لاوروف: د روسيې او چين همغږۍ او همکارۍ نړيوالو حالاتو ته ثبات ورکړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا د یونسکو له سازمانه ووتله

امریکا د یونسکو له سازمانه ووتله

جولای 23, 2025

Is 21 The Same As Blackjack

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ