د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو په لړ کې هندۍ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې افغان لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبه ته یې لار پیداکړه. افغان لوبډلې په دې لوبه کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۱۱ منډو هدف ورکړی، چې په ځواب کې یې دهند لوبډلې یوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په ۴۲ م اور کې ټاکلی هدف ترلاسه کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر وګټله. د هند لوبډله به د جمعې په ورځ له انګلینډ لوبډلې سره د ۱۹ کلنو کم عمره نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې سیالي ترسره کړي.



































