ټرمپ په څنګزنه توګه په یوه خبري کنفرانس کې منلې چې ښايي تر جنوري وروسته د امریکا ولسمشر نه وي. ډونالډ ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې د کرونا پر وړاندې د اقداماتو په اړه یوه خبري غونډه لرله وویل، دده حکومت به ټولبندیز وضع نه کړي. د ټرمپ په خبره دی او اداره یې له کرونا سره د مبارزې لپاره هڅه کوي، خو ټولبندیز به وضع نه کړي او د راتلونکي حکومت په اړه څه نه شي ویلی. هغه په ښکاره نه دي ویلي چې ټاکنې یې بایللې دي خو وایي چې تر جنورۍ پورې به دی بندیزونه وضع نه کړي، تر دې میاشتې وروسته بیا وضعیت نه دی معلوم چې کوم حکومت به وي او څه اقدامات به لري. دا لومړی ځل دی چې ټرمپ په څنګزنه توګه ځان ناکام بولي خو په مقابل کې یې د بایډن پر بریا واضح اقرار هم نه کوي.
































