چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ایا د امریکا او ایران مذاکرات به په منځني ختیځ کې د جګړې ګواښ ختم کړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 8, 2026
in نړیوال خبرونه
0
ایا د امریکا او ایران مذاکرات به په منځني ختیځ کې د جګړې ګواښ ختم کړي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ایران او امریکا د فبرورۍ په ۶مې نېټې د عمان په پلازمېنه مسقط کې غیر مستقیم مذاکرات وکړل. که څه هم وروسته دواړو خواوو د خبرو د دوام لپاره نيت ښودلی، خو واشنګټن لا هم پر ایران پوځي فشارونه اچوي او پر دغه هېواد یې نور زیات اقتصادي بندیزونه ولګول. ایران د واشنګټن پروړاندې خپل نظامي توان تقویه کړی دی. دواړه لوري د ایران د ذروي پرګرام او پر ایران د واشنګټن د بندیزونو په شمول ځینو کلیدي موضوعاتو کې زيات سخت توپيرونه لري چې ليرې کول يې ډېر ستونزمن کار دی. په منځني ختیځ کې د ”جګړې د خطر زنګ“ لا نه دی ختم شوی.

د ایران د مرکچي پلاوي مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي کوي او امریکايي پلاوی بیا د ټرمپ د ځانګړي استازي ستیف ویتکوف او زوم جاورد کوشنر تر مشرۍ لاندې دی او د امريکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان براد کوپر هم د ياد پلاوي د يو غړي په حيث په مذاکراتو کې ګډون کړی و. د دواړو خواوو مخامخ خبرې نه دي کړې، خو د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدرالبوسعیدي د منځګړي په توګه د دواړو پلاویو نظرونه یو بل ته رسولي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دواړو خواوو د خبرو هېڅ پرمختګ نه دی افشا کړی. د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر ویلي، هم امریکا او هم ایران به د مذاکراتو نتیجې په خپلو هېوادونو کې په دقت سره بررسي کړي.

شنونکي او رسنۍ دا نظر لري چې امریکا او ایران په ډېرو مهمو مسائلو کې څرګند اختلافات لري او د مذاکراتو پام وړ پرمختګ اسانه کار نه بولي.

په دې مذاکراتو کې له ایران څخه د امریکا دا غوښتنې وې: ذروي وسلې بايد نه جوړوي،  یورانیوم بايد نه غني کوي او غني شویو یورانیومو ته بايد لاسرسی نه لري، د بالیستیک توغندۍ ويشتونکی واټن بايد محدودوي او په سیمه کې بايد د امریکا په اصطلاح له ”نیابتي ډلو“ ملاتړ نه کوي.

ایران هم په مقابل کې په ډاګه کړې چې هېواد يې د ذروي وسلو په لټون نه دی، خو هېڅوک د ذروي انرژۍ په سوله ییزې کارونې کې د ايران حق نشي محرومولای.

ایران تل ټينګار درلود چې دغه خبرې اترې دې یوازې د ذروي مسئلې په اړه تر سره شي او ورباندې د امریکا بندیزونه دې ليرې شي. دغه راز ايران د خبرو اترو په اجنډا کې د باليستيک توغنديو او سيمه ييزو چارو له شاملېډو څخه هم مخالفت کړی دی.

شنونکي وايي، ایران په دې باور دی چې د ذروي انرژۍ د سوله ییزې کارونې حق يې په حاکمیت او ملي عزت پسې دی.

ايران پر اسرائیل او په سیمه کې پر امریکايي پوځي اډو د بريد وړتيا د خپل هېواد د ستراتيژيک خوندیتوب بنسټ او له سیمه ییزو قدرتونو سره ارتباط د خپلې سیمه ییزې اغېزې د پراختیا وسیله بولي، نو ایران ممکن په دغو موضوعاتو کې سازش و نه کړي.

عامه افکار په ټول کې په دې اند دي چې دغه مذاکرات يوازې د امریکا او ایران ترمنځ د تاکتيکي نرموالي څرګندويي کوي، نه ستراتيژيک بدلون.

د عمان د خبریالانو ټولنې رئیس محمد علامي ویلي، امریکا او ایران په دې موقع کې مذاکرات بیا پیل کړي، عمده لامل یې دا دی چې متقابل پوځي ګواښ یې خورا خطرناک ښکاري

له دغو مذاکراتو وړاندې، واشنګټن په منځني ختیځ کې ابراهم لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کړې او ډېرې جنګي الوتکې یې سیمې ته لیږلې دي. د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ د روانې میاشتې په څلورمه نېټه تر ځمکې لاندې د توغندیو یو تاسیسات او د خرم شهر-۴ نمبر بالیستیک توغندي مخ کتنه وکړه.

شنونکو ویلي، ایران غواړي د خپل نظامي توان په ښودلو سره د امریکا د نظامي عملیاتو مخنیوی وکړي. امریکا غواړي د فشارونو اچولو له لارې ایران سازش ته اړ کړي. برسیره پر دې، په منځني ختیځ کې د امریکا ملګري هم نه غواړي دغه سیمه په هراړخیزه جګړه کې ښکیله وي، نو دوی غوښتنه کوي چې امريکا پر ایران پوځي برید و نه کړي.

خو د مذاکراتو د نتیجې له مخې، واشنګټن پر تهران فشارونه نه دي کم کړي، بلکې نوي بندیزونه يې اعلان کړي دي.

د عمان د خبریالانو ټولنې رئیس محمد علامي ویلي، د امریکا او ایران اوسني مذاکرات ژور اختلافات نشي ليرې کولای. که د ایران په ذروي توان، امریکايي بنديزونو او د سیمې امنیتي چوکاټ کې د دواړو خواوو کلیدي اختلافات لا هم موجود وي، نو د دواړو خواوو تاوتريخوالی به ختم نشي او د جګړې سيوری لا هم پاتې وي.

Previous Post

برادر: افغانستان د ښمن لپاره غوړه مړۍ نه؛ بلکي د زقوم ونه ده

Next Post

په اديس ابابا کې د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د سريزې په نوم د پېژندنې فعاليت تر سره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په اديس ابابا کې د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د سريزې په نوم د پېژندنې فعاليت تر سره شو

په اديس ابابا کې د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د سريزې په نوم د پېژندنې فعاليت تر سره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Legitimate Online Gambling Uk

سپتمبر 8, 2025
په تېرو پنځو کلونو کې په چين کې د ګمرکي تصفيې د اسانتيا په برخه کې نوي پرمختګونه شوي

په تېرو پنځو کلونو کې په چين کې د ګمرکي تصفيې د اسانتيا په برخه کې نوي پرمختګونه شوي

اگست 25, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ