د لوګر ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د چرګانو او څارویو د خوراکي توکو یو خصوصي تولیدي شرکت د ورځې شاوخوا ۴۰ ټنه حیواني خوراکه تولیدوي. د سرچینې په خبره همدا تولید د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي. د «لوی غر» په نوم دغه شرکت د محمدآغې ولسوالۍ کې د لوګر د یوه اوسېدونکي له لوري د ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو په پانګونې پر دوو جریبو ځمکه جوړ شوی دی. د شرکت مسوولینو ویلي، چې د تولیداتو موخه یې له یوې خوا خلکو ته د کار فرصتونو برابرول او له بلې خوا مالدارانو ته د معیاري او باکیفیته خوراکي موادو چمتو کول دي.

































