د بامیانو ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۳۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. سرچینې ویلي، چې له امله یې ۸۸۱ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د بامیان والي قاري ګلحیدر شفق ویلي، چې ولایتي اداره هڅه کوي د بنسټیزو او پراختیايي پروژو د پلي کولو له لارې د خلکو اساسي ستونزې راکمې کړي. د مسوولینو په خبره دغه پروژې د کهمرد ولسوالۍ په بنق پایین، بنق بالا، اشپشته، کریمک، چهارتاق پیتاب او سادات کلیج کلیو کې پلې شوې دي.

































