د کاپیسا ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې روان کال د څه باندې ۲۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۸ پراختیايي پروژې پلې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق رسنیو ته ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې په کاپیسا ولایت کې د زیربناوو د ښه والي او د کلیوالو د اقتصادي حالت د پیاوړتیا په موخه د ۲۲۶ میلیونه ۵۴۷ زره ۷۷۹ افغانیو په لګښت ۱۰۸ پراختیايي پروژې پلې شوې دي.

































