رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ایران پر ۱۸ لوړپوړو چارواکو او د دغه هېواد د مخابراتو د صنعت پر مشرانو د ویزې محدودیتونه لګول شوي دي. د راپور له مخې، دا د تهران پر وړاندې وروستی دا ډول محدودیت دی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات د سې شنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شول. دغه راز، اکسیوس راپور ورکړی چې دغه مذاکرات په ګڼو برخو کې ښه نه دي مخته تللي او د جګړې د ژر رامنځته کېدو احتمال هم شته.

































