په مصر کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه پرون د مصر په شمالختیځ ولايت پورټ سعید کې د یوې لارۍ او مسافر وړونکي پیکاپ موټر د ټکر له امله شوې ده. تر دې وړاندې د تېر کال په جون میاشت کې هم په مصر کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۹ کسان مړه شوي وو، چې ډېری یې تنکي ځوانان وو. د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې مرګوني ترافیکي پېښې عامې دي او هر کال زرګونه کسان، په ځانګړي ډول د مایکروبسونو او لویو لاریو په ټکرونو کې ژوند له لاسه ورکوي.
































