چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغانستان لا هم په پاکستاني او هندي اور کې سوځېږي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 16, 2020
in تبصرې
0
د امریکايي ځواکونو چټک وتل او د یوې خونړۍ څپې وېره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي. د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار وړمه ورځ ادعا کړې وه چې هند هغه ډلې پالي چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي. نوموړي ویلي وو چې د دغو ډلو طراح د هندي استخباراتو یو ډګروال “راجیش” دی چې په کابل کې د هند په سفارت کې کار کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او چاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل چا پر ضد وکارول شي. بهرنیو چارو وزارت د پاکستان تورونه بې بنسټه او ناسم ګڼلي دي. دا تورونه په داسې مهال را پورته کېږي چې د پاکستان لومړی وزیر د همدې اونۍ په پای کې کابل ته را روان دی او دلته به له افغان چارواکو سره پر افغان سوله او دوو اړخیزو اړیکو بحث او خبرې اترې کوي. د افغانستان په روانه جګړه کې هند او پاکستان مخامخ ښکېل دي او موږ لا هم په هندي او پاکستاني اور کې سوځېږو. که پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، هند بیا د حکومت او ځینو ډلو ټپلو ملاتړ کاوه چې د افغانستان د بربادۍ برخه دي. اوس هم پاکستان له امریکا سره د افغانستان پر سر معامله کړې او د سولې په پروسه کې پوره ښکېل دی، خو هند بیا په ټول توان د سولې مخالفت کوي. هند نه یوازې دا چې خپل لاسپوڅي سیاستوال او حکومتي زور کاروي، بلکې آن د ملېشو پر جوړولو او ګڼو نورو چارو کې ښکېل دی. له بده مرغه موږ لا هم د هندي او پاکستاني ګټو لپاره یو بل ته وسله نیولې او خپل ورور د پردیو د ګټو لپاره وژنو. همدا اوس کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د هلمند په جګړه کې ۱۵۲ پاکستاني جنګیالي وژل شوي. دا سمه ده چې په دې شمېره کې به مبالغه وي، خو پاکستان افغانستان ته لا هم وسلې، ځانمرګي او جنګیالي لېږي او دا څرګند حقیقت دی. همداسې هند او په هند پورې تړلي سیاستول او ډلې په ټول توان په تخریبي فعالیتونو او مرموزو وژنو کې ښکېل دي چې د سولې پروسه تخریب کړي. زموږ د ډېری سیاستوالو سیاسي قبلې لا هم اسلام آباد او ډهلی دي. ځینې یې پر پاکستاني سیرومو چلېږي او ځینې یې بیا پر هندي سیرومو ګرم دي. د حکومت په لوري کې د هند تصویر ځکه مثبت و چې له حکومت سره یې ظاهراً مرسته کوله او د طالبانو په سیمو کې د پاکستان تصویر ځکه مثبت و چې له طالبانو سره یې مرسته کوله، خو واقعیت دا دی چې نه پاکستاني چارواکو د افغانستان خیر غوښت او نه هم هندي. پاکستان د خپلو ګټو لپاره جګړه ګرمه ساتله او هند هم هڅه کوله چې په دې جګړه کې پاکستان همداسې ښکېل وي، څو کمزوری شي او پاکستان ته د نا امنۍ د لېږد زمینه برابره شي. له همدې امله دواړو هېوادونو زموږ خاوره، وینه او سرونه د خپلو شومو موخو لپاره کارول او اوس هم همدا لوبه روانه ده. اوس د دې وخت دی چې زموږ سیاستوال سترګې پرانیزي، پر خپل ځان پاکستاني او هندي سیروم بند کړي، خپله سیاسي قبله سمه کړي او د هندي او پاکستاني ګټو پر ځای د خپلو خلکو او هېواد د ګټو، عزت او سرلوړۍ په اړه فکر او کار وکړي. اوس وخت دی چې موږ خپله خاوره د پاکستاني او هندي ګټو لپاره له روانې جګړې وساتو او خپل ورور د وژلو پر ځای په غېږ کې ونیسو او خپله ستونزه حل کړو.

Previous Post

کرنې وزارت: روان کال په ختیځو ولایتونو کې د لیمو او مالټې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړ شوي

Next Post

دغه خواړه د سترګو لپاره ګټور دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
دغه خواړه د سترګو لپاره ګټور دي

دغه خواړه د سترګو لپاره ګټور دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ولسمشر غني: د مذاکرې دروازه پرانیستې او د امریکا اعلامیه هم مشروطه ده

ولسمشر غني: د مذاکرې دروازه پرانیستې او د امریکا اعلامیه هم مشروطه ده

مارچ 24, 2020
ولې ځینې مدیران په خپلو مالي چارو کې بریالي دي؟

ولې ځینې مدیران په خپلو مالي چارو کې بریالي دي؟

اکتوبر 20, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved