شنبه, جون 13, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    بېکدلي: له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ پراخوو

    د هېواد په لرې پرتو ولسوالیو کې د ۶۱ روغتونونو ودانیزې چارې پيلیږي

    امریکا د افغانانو په ګډون ۲۰ کډوال مرکزي افریقا ته لېږدوي

    هېواد کې د اوبیزې برېښنا تولید د پام وړ لوړ شوی

    ۱۶۵ بندي افغانان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شول

    د غزني په ګیرو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

    افغانستان د قزاقستان د غلې او اوړو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي

    یونیسف: بېوزلۍ افغان ماشومان له زده کړو بې برخې کړې دي

    یونیسف: د ماشومانو فعالیتونه د ودې او زده‌کړې په بهیر کې مهم رول لري

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    عراقچي: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وروستۍ کېدو ته نږدې شوې

    راپور: نړۍ کې ۱۳۸ میلیونه ماشومان په کار بوخت دي

    بلوچستان کې د پولیسو پر دوو مرکزونو برید شوی

    ټرمپ: واشنګټن له ایران سره د مانادارې هوکړې په لټه کې دی

    نیویارک ټایمز: د امریکا بریدونو د ایران پنځه ساحلي سیمې په نښه کړې

    ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدل میلیونونه بې‌ځایه شوي ګواښي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

  • اقتصاد

    غزني کې؛ د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې

    ترکي پانګه‌والو؛ د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    پروان؛ د دیني مدرسې او ۵۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

    د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې

    سارک: افغانستان خپل اقتصادي او مالي ثبات ساتلی

    بغلان؛ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

    افغانستان او ایران؛ د اورګاډي پټلۍ پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

اروزګان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 16, 2020
in راشه ورشه
0 0
0
اروزګان
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

اروزګان چې د روزګان يا اوروزګان په وييونو هم نومول شوی او ياد شوی، د افغانستان له مرکزي ولایتونو څخه دی.

اروزګان د کندهار، غزني، دايکنډي، زابل او هلمند ولايتونو تر منځ پروت دی، چې د افغانستان يو مرکزي ولايت ګڼل کېږي، خو ځينې يې په سوېل کې هم شمېري .

په سوېل کې يې زابل او کندهار موقعيت لري، هلمند يې په سوېل- لوېديځ کې، دايکنډي يې په شمال او غزني  يې په ختيځ کې موقعيت لري چې ټولټال یې نفوس څه کم څلور سوو زرو تنو ته رسېږي.

ولسوالۍ

دهراوود، چوره، ګيزاب چارچېنو او خاص اروزګان يې ولسوالۍ او ترينکوټ يې مرکز دی، خو په دې وروستيو کې د سراب او چنارتو ولسوالۍ  پکې هم جوړې شوې دي، خو تر اوسه رسمي نه دي.

اروزګان تر دوولس نيم زره کېلومتره مربع زيات مساحت لري  او د افغانستان يو نسبتاً وروسته پاتې ولايت بلل کېږي. د دې ولايت ٧٢ سلنه ساحه  وړو او لويو غرونو نيولې او ٢١ سلنه نور يې هوارې ځمکې تشکېلوي.

د دې ولايت ډېرى اوسېدونکې پښتانه دي او ځینې هزاره  هم پکې مېشت دي.

پوپلزي، اڅکزي، نورزي، بارکزي، الکوزي او دراني د پښتنو مهمې او مشهورې قبيلې دي. دغه راز په دې ولايت کې ځینې کوچیان هم مېشت دي.

مخينه

اروزګان پخوا د اراکوزيا لرغونې سيمې پورې تړاو درلود. په ٧مه پيړۍ کې کله چې عرب  افغانستان ته د اسلام د خپرېدو او دعوت په موخه راغلل، نو دغه ولایت لومړى د زمبليانو او صفاريانو لخوا کنټرولېده، بيا په ٩مه پيړۍ کې غزنويانو، غوريانو او منګوليانو هم پرې واکمنۍ کړې دي. کله چې احمدشاه دراني په افغانستان کې واکمني پيل کړه، نو اروزګان لومړۍ سيمه وه چې هغه د امپراتورۍ په ساحه کې ورګډه کړاى شوه.

پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال اروزګان د لويو جګړو شاهد و، هغه مهال په دې سيمه کې د مجاهدينو مشري د جان محمد خان پر غاړه وه. په ١٩٩٤ کال کې دغه ولايت د طالبانو لخوا ونيول شو، خو په ٢٠١١ کال کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو په وروستيو کې ولسمشر حامد کرزي له خپلو پلويانو سره دې ولايت ته سفر وکړ او له دې ځايه بيا کابل ته را روان شو.

پوهنه

د  ليک او لوست کچه پکې خورا ټيټه ده. د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله ډېر لږ ماشومان پکې ښوونځيو ته ځي. د روغتيايي اسانتياوو په برخه کې هم تر نورو ولايتونو وروسته پاتې دی، خو له دې سره سره په وروستيو کې ځينې کارونه هم پکې شوي دي.

تاریخچه

په اروزگان کې د تاريخي څيړنو او لرغون پلټنو اړتيا د دغه ولايت په مرکز او هره ولسوالۍ کې د تاريخي ودانيو داسې نښانې او بيلگې پيدا کړې، چې هره برخه يې د څيړنو او پلټنو لپاره د ځانگړو پوهنيزو پروژو په توگه د څيړلو او پلټلو ارزښت لري. له بده مرغه تر اوسه دغه ولايت ته د تاريخي څيړنو او لرغون پلټنو له اړخه هيڅ پام نه دی شوی. د اروزگان جغرافيايي موقعيت له شک پرته دا څرگندوي چې په تيرو زمانو کې يې له سياسي، اقتصادي او نظامي پلوه ځانگړی دريځ درلود. د دې وينا سپيناوی د هغو څيړنو له برکته په خورا څرگنده بڼه کېدلای شي، چې له دې ولايت سره د څنگ گاونډيو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې تر سره شوې دي. د يفتلي پاچاهانو او بيا زابل شاهانو يو ستر مرکز اوسنی زابل و، چې د اروزگان ولايت سهيل- ختيځ ته پروت دی. د دې ولايت نوم په ډېرو تاريخي متونو او ليکنو په ځانگړې توگه د اسلامي پير ليکوالو په اثارو کی ياد شوی. په دې ولايت کې د زابليانو او رتبيلانو د مهال زياتې پيښې د تاريخ په پاڼو کې شته چې پرله پسې دوې پيړۍ د اعرابو د پرمختگ مانع گرځیدلی او د مهاجمينو پر وړاندې يې پرله پسې اتلولۍ کړې دي. د قلات ښار او په قلات ښار کې تاريخي غونډۍ چې په لومړۍ افغان انگليس جگړه کې د انگريزي لښکرو پر وړاندې د وياړ سمبول گرځېدلې وه، هغه بېلگه ده چې د هېواد په تاريخ کې يې وياړمن نوم گټلی دی. د دې تر څنگ، د زابل په بېلابېلو ولسواليو کې د لرغونو او تاريخي اثارو شتون د دې ولايت د ارزښتمن رول په اړه د ډاډ وړ بېلگې دي. د اروزگان ختيځ ته غزني پروت دی چې تاريخي او لرغوني اثار او سيمې يې د بېلابېلو لرغونپوهانو او څيړونکو له لوري څيړل شوي او پيژندل شوي دي. د امريکايي لرغونپوه لويس دوپرې په زيار  د ناور دښته وڅيړل شو، چې په افغانستان کې د لرغونو انسانانو د شتون تر ټولو پخوانی او څرگند ټاټوبی گڼل کېږي. د لومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپوهانو ډله د مسيو فوشه په مشرۍ په غزني کې د بودايي پير ډېر لرغوني توکي را وپيژندل. همدا ډول د اسلامي پيړيو اړوند ابدات او په ځانگړې توگه د غزنوي پاچاهانو د مهال ودانۍ او ابدات په زياته پيمانه د اېټالوي لرغونپوهانوپه زيار وڅېړل شوه، چې نه يوازې د لرغوني او تاريخي غزني ارزښت يې را څرگند کړ، بلکې د افغانستان د لرغوني تاريخ ډېرې پټې او ناڅرگندې برخې يې څرگندې کړې دي. باميان د اروزگان او اوسني ډايکندي شمال- ختيځ لوري ته پروت دی. له زيات تفصيل پرته ويلای شو چې باميان نه يوازې دا چې د هېواد په لرغوني تاريخ کې ځانگړی دريځ لري، بلکې د لرغونو زمانو بودايانو لپاره يې د يوه سپيڅلې سيمې ارزښت درلود، د دې خبرې سپيناوی په هغو سترو او زياتو مجسمو کې ليدلای شو چې د باميانو په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د لرغونپوهانو او څيړونکو په زيار پيژندل شوې او څيړل شوې دي. په باميانو کې د صلصال او شمامې دوې سترې پژۍ نه يوازې دا چې د افغانستان د لرغوني تاريخ او پخوانيو کلتوري شتمنيو ستره برخه ده؛ بلکې د نړۍ د پخواني تاريخ د څرگند څپرکي په توگه د نړيوال کلتوري ميراث په توگه منل شوي او د څيړونکو او سیلانيانو د پام وړ گرځېدلي دي. د اروزگان شمال- لوېديځ لور ته غور پروت دی، نوموړی ولايت د خپلو نورو لرغونو اثارو او تاريخي ودانيو تر څنگ د جام څلي په شتون زيات نامتو شوي دی. د جام تاريخي څلی چې په افغانستان کې د اسلامي پير له زياتو نامتو ودانيو څخه گڼل کېږي، اوسمهال د يونیسکو ادارې له لوري د نړۍ د لرغونو کلتوري ميراثونو په لړ کې شمېرل شوی دی. د دې تر څنگ د لرغوني شا مشهد، فيروز کوه، باغ ارام، قلعه اهنگران او نورې تاريخي سيمې شته چې د لرغوني او تاريخي غور ځانگړی ارزښت يې څه ناڅه را برسېره کړی دی. په غور کې د فرانسوي لرغونپوهانو په ځانگړې توگه د پروفيسور فيشر له لوري د تاريخي ودانيو پاتې شوني او د لرغونو انسانانو ميشت ټاټوبي ډېری یې سروې شوي او څيړل شوي دي، چې د غور تاريخي ارزښت يې برملا کړی دی. هلمند د اروزگان سهيل- لوېديځ ته پروت هغه تاريخي ولايت دی چې د ځینو تاريخ پوهانو او لرغونپوهانو له لوري يې نامتو لرغوني سيمې او تاريخي ټاټوبي څيړل شوي او پلټل شوي، چې تر ټولو ښه بېلګه یې په سنگين کې لرغوني هديرې، موسې کلا او څاروان کلا کې د لرغونو ودانيو پاتې شوني دي. د دې تر څنگ د فرانسوي او افغاني لرغونپوهانو او مورخينو له لوري د لښکري بازار په نوم د يوې تاريخي سيمې د څيړلو او پيژندلو لپاره وړ هڅې تر سره شوې دي او همداسې د بست کلا او هغې ته څيرمه زياتې تاريخي ودانۍڅيړل شوې او معرفي شوې دي.

کرنه

په دې وروستیو کې د اروزګان د کرنې ریاست د شکرپارې طرحه د جمهوري ریاست لخوا منظور شوې، چې په دې برخه کې هلې ځلې هم په دې ولایت کې ګړندۍ شوې دي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکې وایي، چې د دې طرحې د پلي کېدو په پار د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د شکرپارې ۱۲ هکټاره سوداګریز ننداریز بڼونه جوړ شوي دي.

د اروزګان د کرنې رییس وايي چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د شکرپارې طرحه د پنځو کلونو لپاره ده، چې په دې طرحه کې د اروزګان ولایت لپاره ۴۰۰ نوي بڼونه جوړول او د بڼوالۍ اړونده توکو ۱۵ کڅوړې، ۲۰۰ سلفر خونې کلیکسون او د شکرپارې د پروسس او بسته بندۍ فابریکه شامل دي. د اروزګان د کرنې ریاست وایي چې د دې طرحې مطابق سږکال ۱۲ هکټاره نوي بڼونه او ۱۵ زاړه بڼونه جوړوي، چې د نویو بڼونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

د اروزګان د کرنې ریاست وایي، چې د دې طرحې په پلي کولو سره د دغه ولایت د شکرپارې ټول تولیدات په معیاري ډول تولید او بسته بندي کیږي او دغه راز په معیاري او قانوني ډول ملي او نړیوالو مارکېټونو ته صادریږي

ورزش

ورزش او لوبې له  پخوا زمانو څخه په دغه ولایت کې  دود دي، چې مهمې هغه یې خوسى، ډبره اچول، کبیډي، دوره، کېلک دومبک، پټپټاني، مردکۍ، بوجلي (بيډۍ)، غيږ نيول، کچه کول، کتار، درې خطى او ځینې نورې لوبې دي چې ډېرى يې په کليو کې دود دي  او اوسمهال په ښارونو او کليو کې واليبال، فوټبال، کرکټ او باسکېټبال لوبو ډېر مينه وال پيدا کړي دي.

د فوټبال تر څنګ پکې واليبال او کرکټ لوبې هم کېږي، دغه  راز په دغه ولایت کې ١۵ ورزشي کلبونه شته او ۱۰ ورزشي څانګې پکې فعالې دي، په دغو ټولو اړونده څانګو کې ډېری ځوان لوبغاړي ثبت او راجستر دي او ډېری یې په ولسواليو کې پرته له دې چې راجستر شوي، پر لوبو بوخت دي.

حشمت الله نوري

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In