د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) راپور ورکړی، چې د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو په ملاتړ یې د رواني– ټولنیزو خدماتو وړاندې کوونکو ته له ځانوژنې د مخنیوي په برخه کې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړی و. یاد سازمان ویلي، چې دا پروګرام د کارکوونکو د مهارتونو د پیاوړتیا په موخه پلان شوی و څو وکړای شي په خپلو سیمو کې له ځانوژنې د مخنیوي روزنې وړاندې کړي. د راپور له مخې، ګډونوالو د پرمختللې پوهې پر مټ، عملي مهارتونه او اړین تخنیکونه زده کړي چې د ځانوژنې ګواښ سره مخ کسانو د پېژندنې او مناسب غبرګون لپاره کارېدلی شي.
































