د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي د رد الظلم عملیاتو د وروستیو جزییاتو شریکولو په اړه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل، چې ا.ا له هېواد څخه د دفاع مشروع حق لري. نوموړي وویل، چې د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې ردالظلم ځوابي عملیاتو له پیل راپدیخوا له ۱۵۰ زیاته پاکستاني ملېشه وژل شوي او له ۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. د خوارزمي په وینا، دغه راز د دې عملیاتو پر مهال د فرضي کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستاني ملېشو ۴۰ پوستې فتحه او له منځه وړل شوې دي. نوموړی وایي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې، چې هېڅ وخت یې کوم یرغلګر بې ځوابه نه دی پرې ایښی. خوارزمي زیاته کړه، هر چا چې دې خاورې ته په بد نظر کتلي وربوزونه یې په خاورو شوي او له دې هېواده شړل شوي دي.

































