د ټاس خبري آژانس په یوه خپره کړې تبصره کې ویلي، چې د ټرمپ په وروستي خبريکنفرانس کې د هغه له خبرو او چلنده په ډاګهکېده، چې د ایران پر وړاندې روان وضعیت د امریکا له لومړنیو محاسبو ډېر ستونزمن شوی دی. په تبصره کې راغلي، چې د امریکا ډېری اټکلونه ناسم ثابت شوي او جګړه د تمې خلاف لوري ته روانه ده. په تبصره کې ویل شوي، چې یوازې په یوې اونۍ کې دې جګړې د امریکا لپاره شاوخوا پنځه میلیارده ډالر لګښت درلودلی، چې دا د واشنګټن لپاره لوی اقتصادي فشار بلل کېږي. ټرمپ دغه راز په کور دننه له سختو سیاسي فشارونو سره هم مخ دی، ځکه یو شمېر سیاسي څېرې باور لري چې امریکا په داسې جګړه کې ښکېله شوې چې ډېری خلک یې د اسراییل د ګټو لپاره پیل شوې بولي. د تبصرې له مخې، که لګښتونه او داخلي فشارونه همداسې دوام وکړي، امکان شته چې امریکا د جګړې د دوام پر ځای د وضعیت د کمولو او یا د شخړې د پای ته رسولو لاره غوره کړي.



































