د نیمروز ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې هره ورځ د ورېښمو پله له لارې د صادراتو او وارداتو څه باندې ۵۰۰ ترانزیټي موټر تګ راتګ کوي. د سرچینې په خبره سره له دې چې په ایران کې جګړه او کړکېچ دوام لري؛ خو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د ترانزیټ او تګ راتګ بهیر لا هم په عادي ډول روان دی او تر اوسه په کې جدي خنډ نه دی رامنځته شوی. سرچینې ویلي، چې یوازې د جګړې په لومړیو درېیو ورځو کې د سوداګرۍ بهیر یو څه ګډوډ شوی و. د نیمروز د ترانسپورټ ریاست مسوولین وایي، چې اوس مهال په منځني ډول هره ورځ شاوخوا له ۲۸۰ څخه تر ۳۰۰ باروړونکو موټر له افغانستان څخه ایران ته ځي او نږدې ۳۰۰ نور باروړونکي موټر له ایران څخه افغانستان ته د ورېښمو پل له لارې تګ راتګ کوي او د سوداګریزو توکو لېږد بې له ستونزې دوام لري.

































