د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر خپله اېکس پاڼه د ایران پر وړاندې د اروپايي ټولنې نویو بندیزونو ته په غبرګون کې لیکلي، چې دا پرېکړه «غیرمنطقي، غیراخلاقي او غیرقانوني» ده. بقايي ویلي اروپايي ټولنه د دغو بندیزونو په لګولو غواړي ایران مجازات کړي. نوموړي زیاته کړې تاسې غواړئ ایران له دې کبله مجازات کړئ چې د ملګرو ملتونو منشور د ۵۱مې مادې له مخې خپل ذاتي حق د مشروع دفاع لپاره کاروي او د امریکا او اسرائیلي رژیم پر وړاندې د ناقانونه تېري پر ضد مقاومت کوي.

































