د راپورونو له مخې امریکا په پاکستان کې د خپل سفارت او ټولو قنسولګریو د کارکوونکو په تګ راتګ یو لړ محدودیتونه لګولي دي. په پاکستان کې د امریکا سفارت ویلي، چې هلته پلان شوي لاریونونه څاري او د لویو راټولیدنو، ګڼې ګوڼې، ټرافیکي ازدحام او په سیمه کې د مبایل خدماتو او انټرنېټ د ممکنه اختلال امکان موجود دی. دغه سفارت ویلي چې د مارچ تر پنځلسمې به په ټولو استازولیو کې د امریکايي کارکوونکو تګ راتګ محدود وي. د امریکا سفارت همداراز د مارچ تر شلمې د کډوالۍ او غیر مهاجرتي ویزو لپاره ټول له مخکې پلان شوي وختونه لغوه کړي او ویلي یې دي چې اغېزمنو کسانو ته به لارښوونې د ایمیل له لارې ولیږل شي.


































