د ویتنام کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون عمومي منشي تو لام د مارچ په ۱۶مې نېټې په هانوي کې د چين له بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د ملي امنیت وزیر وانګ شیاو هونګ او د ملي دفاع وزیر دونګ جون سره لیدلي دي.
د چين درې وزيران د بهرنیو چارو، ملي دفاع او ملي امنیت په اړه د چین-ویتنام د “۳+۳” ستراتیژیک ډیالوګ د وزيرانو په کچه لومړۍ غونډې کې د ګډون لپاره ويتنام ته تللي دي.

تو لام د ویتنام کمونېست ګوند د ۱۴م ملي کانګرېس د بریالي ترسره کېدو لپاره د چین د سیاسي ملاتړ مننه کړې ده.
تولام ويلي، اوسني نړيوال وضعيتونه ډېر پیچلي او بې ثباته عناصر پکې مخ په زیاتېدو دي او په خبره یې، ویتنام او چین باید د مشروع ګټو د ساتنې لپاره همکارۍ پیاوړې کړي.
نوموړي چین په متزلزلې نړۍ کې د ثبات ستنه بللې او ويلي يې دي، چې ویتنام له چین سره خپلو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او خپل ستراتیژیک انتخاب بولي، ويتنام به د یو چین پېژنې پالیسۍ ته دوام ورکړي او د رئيس شي جین پینګ له څلورو نړیوالو نوښتونو به ملاتړ وکړي.
د چين خارجه وزير وانګ یي د کتنې په ترڅ کې ویلي، چین به له ويتنام سره د دواړو ګوندونو د لوړ پوړو مشرانو ترلاسه شوې مهمه اجماع تعقیب کړي، په دوامداره توګه به جامع ستراتیژیکې همکارۍ ژورې کړي، د ګډو ننګونو پر وړاندې د مقاومت لپاره به متحد او همکارۍ وکړي، عدالت به وساتي، د ګډ برخليک ټولنې جوړول به ګړندي کړي او د عصريتوب په لور به نوی سفر پیل کړي.
د چين د ملي امنيت وزير وانګ شیاو هونګ او د ملي دفاع وزير دونګ جون د دواړو خواوو ترمنځ د اړوندو همکاريو په اړه معلومات ورکړي دي.




































