د افغانستان د بزکشۍ ملي لوبډله د قزاقستان په نړیوالو سیالیو کې نن پنجشنبه د مغولستان د لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. دا سیالي د کابل پر وخت د سهار په ۱۱:۳۰ بجو د قزاقستان د ترکستان ښار په کوربتوب ترسره شي. د افغانستان چاپندازانو په خپلو دوو تېرو سیالیو کې د مجارستان او روسیې لوبډلې ماتې کړې دي. د بزکشۍ آسیایي سیالۍ د «کوکپر» په څانګه کې له څه مودې راهیسې د ۹ هېوادونو په ګډون په قزاقستان کې روانې دي.




































