د کویټ د اطلاعاتو وزارت نن سهار خبر ورکړی، چې د کویټ ښار تر ټولو لوی جومات چې د زرګونو لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري، د اوسنیو شرایطو له امله به د اختر په ورځ د لمونځ کوونکو پر مخ تړلی وي. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور لهمخې، د فارس خلیج د عربي هېوادونو چارواکو اعلان کړی چې د اختر لمونځ به یوازې په عادي جوماتونو کې ترسره کیږي او د یو احتیاطي اقدام په توګه به په پرانیستې فضا کې لویې غونډې نه جوړېږي. د دغه راپور لهمخې، د ایران د بریدونو له امله د خلیج عربي هېوادونو لویې عامه غونډې محدودې کړې دي.




































