د افغانستان د وزلوبې(بزکشۍ) ملي لوبډله په قزاقستان کې د ۲۰۲۶کال د وزلوبې نړۍوالو سیالیو په نیمه پای لوبه کې نن جمعه د ازبکستان پر وړاندې سیالي ترسره کوي. په بله نیمه پای لوبه کې به د قزاقستان او روسیې لوبډلې له یو بل سره سیالي ترسرهکړي. افغان لوبډلې د دې سیالیو په ګروپي پړاو کې دویم ګروپ کې له روسیې، هنګري او منګولیا سره یوځای وه، چې د غوره سیالیو په ترسره کولو سره یې خپلې درې لوبې وګټلې. افغان لوبډله د ۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د خپل ګروپ د مخکښې لوبډلې په توګه نیمه پای لوبې رسېدلې ده.




































