د «چين په پسرلي کې» په نوم ډيالوګ، چې د چين مېډيا ګروپ او په روسیه کې د چين کلتوري مرکز لخوا په ګډه جوړ شوی و، د مارچ په ۱۹مه نېټه په پلازمېنه مسکو کې ترسره شو.
د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ دغه ډيالوګ ته وېډيويي وينا کړې ده.
په روسیه کې د چین وزیرمختار جانګ وې او د روسیې پخواني مرستیال صدراعظم په شمول ځینو شخصیتونو په دغه فعالیت کې ویناوې وکړې. د چین او روسیې د سیاست، پوهنې او رسنیو په برخو کې شاوخوا دوه سوه تنو مېلمنو په دغه فعالیت کې ګډون کړی و.
































