د چین مېډیا ګروپ په دې وروستیو کې د ترکمنستان له ملي رهبر او د ولسي کمېسيون له مشر قربان قلي بردي محمدوف سره ځانګړې مرکه وکړه.
ښاغلي محمدوف وویل، د ترکمنستان او چین ترمنځ اړیکې د لوړې سویې همکارۍ مرحلې ته رسېدلې او پراخه راتلونکی لري. هغه د چین د دوو سیاسي غونډو د بریالیتوب په پار مبارکي وویله او د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان ستاینه یې وکړه چې د دې هېواد د باکیفیته پرمختګ نوې پاڼه به پرانیزي.
نوموړي د ترکمنستان او چین ترمنځ د انرژۍ همکارۍ یاده کړې او و یې ویل، په ترکمنستان کې د چیني کارپوهانو کارونه به لا مدوام او ژور شي، دا نه یوازې د دواړو هېوادونو له بنسټیزو ګټو سره سمون لري، بلکې د اسیا د انرژۍ د خوندیتوب او ثبات لپاره ګټوره چاره ده.
































