د کولمبیا په سوېل، د پوتومایو ولایت کې د «سي-۱۳۰ هرکولس» ډوله پوځي الوتکې د غورځېدو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۸۳ نور ټپیان دي. سرچینو ویلي، چې دا الوتکه د الوتنې پر مهال لوېدلې، خو د پېښې اصلي لامل لا هم نه دی روښانه شوی. د کولمبیا د دفاع وزیر ویلي چې تر اوسه داسې کومه نښه نه ده موندل شوې چې دا پېښه دې د وسلهوالو ډلو د برید پایله وي، او الوتکه له تخنیکي پلوه هم په ښه حالت کې وه. چارواکي زیاتوي چې په الوتکه کې پوځیان او امنیتي ځواکونه سپاره وو.

































