د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د مارچ په ۲۳مې نېټې د منځني ختیځ د اوسني وضعیت په اړه رسنیو ته ویلي، چې هېواد يې له ښکېلو خواوو غواړي چې سمدستي پوځي عملیات ودروي او بېرته د خبرو مېز او مذاکراتو ته ستانه شي، څو دغه جګړه چې باید پیل شوې نه وای، نور دوام ونه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې میاشتې د ۲۱مې نېټې په شپه پر ټولنیزو رسنیو له ایران څخه غوښتي، چې په ۴۸ ساعتونو کې په هرموز تنګي کې بېړيو ته د تګ راتګ ته اجازه ورکړي، که نه، د برېښنا د تولید پر تاسیساتو به يې بریدونه وکړي.
لین جیان ویلي، اوسمهال د منځني ختیځ جګړه د پراخېدو په حال کې ده او په خبره یې، که هلته وضعیت همداسې دوام ومومي، نو ټوله سیمه به له کنټرول څخه ووځي.
نوموړي زیاته کړې، زور او تاوتریخوالی یوازې ناوړې پایلې درلودلی شي او هېواد یې د شخړې له ټولو اړخونو سره په اړیکه دی او هڅې کوي چې اوسنی وضعیت ارام او کم کړي.
































