د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د کتاب« د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ د بېوزلۍ پر وړاندې د مبارزې بريا» د مخکتنې غونډه د مارچ په ۲۶مې نېټې ترسره شوه.
په دغې غونډه کې د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د دې کمېټې د مطبوعاتي څانګې مشر لي شو لې او د دغه هېواد د حکومتولۍ ملي اکاډمۍ مشر چن شي ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو ويلي، د چین کمونېست ګوند په نوې زمانې کې د شديدې بېوزلۍ د له منځه وړلو سخته دنده بشپړه کړې او خپلو خلکو ته يې د قناعت وړ ځوابونه ورکړي او د نړیوالو پام يې ځانته را اړولی دی.
په یاد کتاب کې د شي جین پینګ په مرکزیت د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تاریخي منظر ته کتنه شوې ده.
په دغه کتاب کې دا مالومات هم ورکړل شوي، چې د چين کمونېست ګوند او د بېلا بېلو قومونو خلکو د بېوزلۍ د له منځه وړلو پر وړاندې جدي مبارزه کړې او موخې ته رسیدلي دي.
































